ناټو په افغانستان کې تلپاتې سوله په دغه بهیر کې د تېرو اتلسو کلونو د راسته راوړنو په خوندیتوب پورې اړونده بولي.
په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی نېکولاس کي وايي چې اوس افغانستان یو ډېر متفاوته ځای دی او په دغه هېواد کې د تلپاتې سولې لپاره اړتیا ده چې د تېرو اتلسو کلونو لاسته راوړنې خوندي شي. له دې ډلې بشري، د ښځو او بیان ازادۍ حقونو ته اشاره کوي.
د ناټو ملکي استازي چې د سولې د بهیر د څرنګوالي او له افغانستان سره د دغه سازمان د اړیکو د راتلونکي په تړاو د ټولنیزو رسنیو له هغې ډلې د ټویټر د کارونکو پوښتنو ته ځوابونه وویل.
ښاغلی کي په دې بارو دی چې په لومړي ځل د روان کال په لړ کې افغانستان کې د سولې واقعي فرصت رامنځته شوی دی.
په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی نېکولاس کي زیاته کړه:«زه باور لرم چې سږکال یو مهم کال دی او پرېکړه کېږي چې دا هېواد له سولې برخمن شي ځکه چې دا هېواد د سولې مستحق دی. له ۲۰۰۱ کال راهیسې د سولې دغه راز واقعي فرصت نه و. خطرونه هم واقعي دي. زه له ټولو ښکېلو لوریو غواړم چې د سولې له اوسني فرصته ګټه واخلي.»
په داسې حال کې چې د سولې په خبرو کې د تېرو اتلسو کلونو پر لاسته راوړنو په تېره بیا د ښځو د حقونو په برخه کې پر لاسته راوړنو احتمالي معاملې اندېښنې تر بل هر وخت جدي شوي دي. د ناټو ملکي استازی هم پاېیدونکي سولې ته رسېدل د دغو لاسته راوړنو په ساتلو کې بولي.
ښاغلي کي څرګنده کړه:«موږ په ناټو کې خپل کمپاین؛ له ښځو پرته سوله نه راځي په هشتک سره پېل کړی دی. د سولې په بهیر کې باید د ښځو غږ واورېدل شي. ناټو په تېرو څو کلونو کې له افغان مېرمنو ملاتړ کړی او دغه ملاتړ ته به دوام ورکړي.»
تمه کېږي چې په راتلونکې زیږدیزې میاشت کې د هېواد د سیاستوالو یوه ډله د طالبانو له استازو سره وګوري؛ خو دا غونډه به په قطر کې جوړه شي.