د سولي عالي شورا وايي چې افغان حکومت طالبانو ته په رسمي توګه بلنه ورکړې چې د سولې مشورتي لویې جرګې ګې ګډون وکړي.
د دغې شورا د دارالانشا رییس وايي کهچېرې طالبانو د سولې مشورتي لویې جرګه کې ګډون وکړي، دا جرګه به د ګډې او ملي جرګې ځانګړه خپله کړي.
د سولې عالي شورا د دارالانشا ريیس محمد عمر داوودزي په دې اړه وویل:«موږ رسماً طالبانو ته بلنه ورکوو چې ګډون وکړي، کهچېرې هغوی ګډون وکړي زموږ دریځ ګډ او ملي کېږي.»
بل لورته بیا د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد دویمه ورځ ده چې د ملي یووالي حکومت له مشرانو او سیاستوالو سره په لیدنو او مشورو بوخت دی.
د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري وايي:«په دغې لیدنه کې د سولې په اړه په روانو هڅو بحث وشو او دا بحثونه دوام لري او د هغه پایله به له خلکو سره شریک کړو.»
خو ښاغلي خلیلزاد په خپل ټویټرپاڼه د اجراییه ريیس په ګډون له سیاستوالو سره د خپلې لیدنې په اړه لیکلي، خو له ولسمشر سره یې خپلې لیدنې ته هېڅ اشاره نه ده کړې.
د ولسي جرګې پخوانی غړې فوزیه کوفي په دې اړه څرګندوي:«اوسني حکومت زمو مناسبات یې له امریکا سره په سمه توګه مدیریت کړي نه دي او ټيمي ګټې د افغانستان د خلکو تر ملي ګټو ډېر لومړیتوب لري.»
که څه هم افغان حکومت د سولې خبرو لپاره د یوه ټول شموله پلاوي د جوړېدو په اړه خبرې کوي، خو د بهرنیو چارو وزارت پخوانی سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي فارن پالیسي مجلې ته په خپله لیکنه کې لیکلي، افغان حکومت په یوازې ځان نه شي کولای چې له طالبانو سره سوله وکړي.
د اجراییه ریاست مرستیال ویاند فریدون خوزون په ډاګه کړه:«دننه په حکومت کې د یوه ټول شموله افغاني مرکچي پلاوي د جوړېدو لپاره سلامشورې روانې دي.»
خو د سولې عالي شورا د دارالانشا ريیس بیا وايي، له طالبانو سره د امریکايي استازو خبرو خلکو ته پوښتنې او اندېښنې را ولاړې کړې دي او د دې خبرو په اړه لا هم روښانه مالومات نه شته.