په ايران کې د سېلاوونو له کبله د وژل شویو کسانو شمېر ۵۷ تنو ته رسېدلی او کابو ۵۰۰ نور ټیپیان دي.
اوس مهال لسګونه کسان د سېلاوونو له کبله نادرکه دي.
ایران کې پوځي چارواکی، امیر حیدر وايي د زیانمنو کسانو سره د مرستو رسولو په موخه هڅې روانې دي.
په همدې حال کې ایراني چارواکي وايي په یو شمېر سیمو کې د اوبو کچه راټیټه شوې او دوی زیانمنو کسانو ته د مرستې رسولو چارې پیل کړې دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر، محمد جواد ظریف وايي پر هېواد یې د امریکا متحده ایالاتو بندیزونو سېلاب ځپلو ته د سرې میاشتې د مرستو رسولو لړۍ زیانمنه کړې ده.
په همدې حال کې امریکا متحده ایالات بیا ایران زیانمنو کسانو ته د مرستو رسولو لړۍ مدیریت ناسم بولي او زیاتوي چې امریکا چمتو ده تر څو زیانمنو سره مرسته وکړي.
په ایران کې د دوو اونیو راهیسې د سخت سېلاوونو لکه کبله خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.
د سېلاوونو له کبله ډېرۍ کورنه او کرنیزې ځمکې ورانې شوې دي.