د کندوز ځايي چارواکي وايي چې طالبانو نن شنبې (د وري په ۲۴ مه) د سهار په دوه بجو له څو خواوو د کندوز پر ښار برید وکړ.
د کندوز امنیه قومندان انعامالدین رحماني وايي چې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته د ښار په اړوندو برخو کې دوام لري.
بلخوا د کندوز ولایت د حوزوي روغتون رییس احمد نعیم منګل وايي چې د دغې جګړې ۵۰ تنه ټپیان دغه روغتون ته راوستل شوي دي.
له دې سره جوخت، طالب اورپکي د ښار په نورو برخو هم بریدونه کړي دي.