تودی خبری
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
تودې خبرې: قطر کې د سولې خبرو اترو د شپږم پړاو د پیل په اړه بحث
په قطر کې د طالبانو او امریکايي استازو د سولې اړوند خبرو اترو شپږم پړاو پيل او په دې پړاو کې به له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو، افغانستان به د نورو هېوادونو په وړاندې ګواښ نه وي اوربندو او همدارنګه افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو د پیل په اړه خبرې اترې وشي.
په دغې خپرونه کې کوربه نورولي سعید شینواري په دې اړه له خپلو مېلمنو سره بحث او خبرې اترې کړې دي.
مېلمانه:
خبریال، ولي الله
سیاسي فعال، عصمت الله قانع
د سیاسي چارو شنوونکی، نجیب الله ننګیال