Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د قطر په خبرو کې یو ورځنی ځنډ؛ خلیل زاد نوي ډیلي ته تللی

په دوحه کې د امریکا او طالبانو د استازو ترمنځ د خبرو شپږم پړاو له څلورو ورځو وروسته د روژې د مبارکې میاشتې د رارسېدو له امله د یوې ورځې لپاره ودرول شوې، خو د سه شنبې په ورځ به بیا دغه خبرې پيل شي. 

له دغو خبرو اترو باخبرې سرچینې وايي چې د امریکايي او طالب استازو ترمنځ د څلورو ورځو په لړ کې خبرې اترې د تېرو پنځو پړاوونو د خبرو اترو دوام و.

هندي رسنیو نن دوشنبې(د غوايي په ۱۶ مه) رپوټ ورکړی چې ټاکل شوې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د هند د بهرنیو چارو له وزیرې سوشما سواراج سره په نوي ډیلي کې وویني.
د دغو خبرو په اړه خبرې سرچینې وايي د طالبانو او امریکا استازو په تېرو پنځو ورځو کې د تېرو پړاوونو په دوام خبرې وکړې.

د سیاسي چارو کارپوه وحید مژده په دې اړه وویل:«پر هغو موضوعګانو چې په پنځم پړاو کې پرې بحث شوی و، او پایلې ته نه وې رسېدلې؛ په دې پړاو کې هم پر هغو بحث شوی او د دې دلیل چې پایلې ته نه دي رسېدلي دا دی چې مسایل ډېر حساس او ډېر پېچلي دي؛ د بهرنیو ځواکونو د وتلو مسله.»

بلخوا طالبانو ته نږدې څېرې وايي چې طالبان د خبرو اترو په شپږم پړاو کې هم د اوربند په اړه د زلمي خلیلزاد غوښتنه نه ده منلې.

د طالبانو پخوانی قوماندان او د ژغورنې شورا مسوول سید اکبر آغا څرګنده کړه:«خلیلزاد ډېر ټینګار درلود چې طالبان دې اروبند اعلان کړي، خو دا مسله طالبانو ته د منلو نه ده. له دې مخکې هم ټینګار و خو دا ځل یې ډېر وغوښتل چې باید اوربند وشي، طالبان وايي چې لومړی د بهرنیو ځواکونو وتل باید روښانه شي.»

د سولې عالي شورا د روژې په مبارکه میاشت کې د اوربند رامنځته کېدو ټینګار کوي او د خبرو د نوي پړاو د پيلېدو لپاره د یوه څېړونکي کمېسیون د جوړېدو او د دواړو لوریو د بندیانو د خوشي کولو خبره کوي.

ولسمشر محمد اشرف غني په دې اړه زیاته کړه:«زه یو ځل بیا له طالبانو غواړم چې دغې مبارکې میاشت ته درناوی وکړي او د افغانستان د خلکو د سولې او پخلاینې غوښتنې ته چې د سولې مشورتي جرګه کې انعکاس پيدا کړ لبیک ووايي.»

له بلخوا په کابل کې د امریکا سفیر د روژې په مناسبت په خپل پيغام کې دا میاشت د هیلو او سولې میاشت بللې ده.

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي هم د روژې له امله په خپل پيغام کې وايي هیله من دی په دې میاشت کې تاوتریخوالي او وژنې کمې شي.

په افغانسان کې د ناټو ملکي استازی نیکولاس کي وايي:«زه هیله‎من یم چې افغانان سوله‎يیزه روژه ولري او د تېرو تاوتریخوالیو په پرتله په دې میاشت کې تاوتریخوالی او وژنې کمې وي، افغانان سوله غواړي او ناټو د خلکو له دې هیلې ملاتړ کوي.»

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل، د ترهګرو فعالیتونو د مخنیوي لپاره تضمین ورکول، د افغانانو ترمنځ خبرې او اوربند هغه موضوع ګانې دي چې امریکا او طالبانو په تېرو پنځو پړاوونو کې پرې خبرې کړې دي. 
 
طالبانو ته نږدې څېرې وايي چې طالبان د خبرو اترو په شپږم پړاو کې هم د اوربند په اړه د زلمي خلیلزاد غوښتنه نه ده منلې.

شریک یي کړئ