تودی خبری
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
تودې خبرې: پر کاروبار د سیاسي حالت منفي اغېز
د طلوع نیوز موندنې ښيي چې د هېواد روان سیاسي وضعیت او د سولې د خبرو اترو ناڅرګند برخلیک هېواد کې پر پانګونه او کاروبار منفي تاثیرات غورځولي.
ګڼ سوداګر د سولې روانې پروسې ته په اندېښنه وايي، حکومت او نړیواله ټولنه باید په هېواد کې د پانګونې، سوداګرۍ او کاروبار خوندي فضا برابره کړي، ځکه د دوی په خبره له څو میاشتو راهیسې چې د سولې د خبرو اترو ګنګوسې راپیل شوي، د ولس اندېښنو د دوی سوداګري او پانګونه له ځوړ حالت سره مخ کړې ده.
په دې خپرونه کې پر همدې موضوع له مېلمنو سره خبرې شوې دي.
د خپرونې مېلمانه:
د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال، یونس مومند
د اقتصادي چارو شنونکی، یحیی صدیقی
د سیاسي چارو شنونکی، عزیز ستانکزی