د هند د پارلماني ټاکنو شپږم پړاو نن(یکشنبې د غويي په ۲۲مه نېټه) د دې هېواد په اوو ایالاتو کې پیل شوې.
په دې پړاو کې به د هند اوسېدونکي د پارلمان ۵۹ نوماندانو ته رایه ورکړي.
ټاکل شوې چې د هند د پارلماني ټاکنو وروستۍ پړاو د روانې زیږدیزې میاشتې په ۱۹مه نېټه ترسره شي.
هند کې د طلوع نیوز خبریال، شبیر احمدي وايي چې په دې ټاکنو کې به له سلو میلیونو زیات کسان خپله رایه وکاروي.
نوموړی زیاتوي رسنیو ته د رایې ورکړې مرکزونو ته د ننه کېدو اجازه نه ده ورکړې شوې، خو خلک د ټاکنو له بهیره خوشاله دي او تر اوسه د ټاکنو له بهیر د درغلیو شکایت نه دی شوی.
د هند پارلماني ټاکنې په اوو پړاونو کې ترسره کېږي.
د هند پارلماني ټاکنو ته ۱۹۷۹ کسانو ځانونه نوماند کړي دي چې یوازې نوي ډيلي کې ۱۶۵ کسان نوماند او له ډلې یې ۱۸ تنه ښځې دي.
ټاکل شوې د ماښام تر اوو بجو پورې د رایې ورکړې مرکزونه د خلکو پرمخ خلاص وي.
د هند د پارلماني ټاکنو پایله به د مې میاشتې په ۲۳مه نېټه اعلان شي.