د ولسي جرګې د فرهنګي سلاکارې او پخوانۍ ټلوېزیوني ویاندې مینې منګل مړی نن یکشنبې (د غوايي ۲۲مه) خاورو ته وسپارل شو.
مینه منګل، تېره ورځ (د غوايي په ۲۱مه) د سهار په اوو بجو هغه مهال که چې د دفتر په لور روانه وه د کابل ښار د پولیسو د اتمې حوزې په اړوند سیمه کې د وسلهوالو کسانو له خوا ووژل شوه.
د هغې کورنۍ وايي چې بریدګرو مینه منګل په نهو مرمیو ویشتې ده.
د مینې منګل مور یو شمېر کسان تورنوي چې په ځلونو یې مینه منګل په مرګ ګواښلې وه.
د مینې منګل مور په دې اړه وویل:«لور مې د موټر شاته واچوله او بویتله؛ دیارلس پیچکارۍ یې ورته وکړې، همدا اوس هم پر وینو ککړ کالي یې راسره دي، وې وهله؛ ثبوتونه لرم؛ سي ډي لرم، هر ثبوت لرم، دوسیه لرم.»
مینې منګل دوه کاله وړاندې واده وکړ. د هغې کورنۍ وايي، د کورني تاوتریخوالي له کبله له خپل خاوند څخه جلا شوه.
د مینې منګل خاله حماسه وايي:«له هغې ورځې چې کوژده یې وکړه، پرې ظلم و تر هغې چې واده یې وکړ هم پرې ظلم و، موږ د هغې حق غواړو.»
د مینې منګل پلار طالب جان هم وویل:«دوو محکمو د (مینې او خاوند) ترمنځ د تفریق پرېکړه وکړه؛ دوی (پخوانی خاوند یې) زما لور یې میرزګه ته وتښتوله. طبعاً چې هغوی دا کار (قتل) کړی دی.»
لویه څارنوالي وايي، دوه کاله وړاندې یې د مینې منګل قضیې ته رسېدنه کړې او دې بنسټ یې له مېړه د جلا کېدو پرېکړه کړې ده.
د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي څرګندوي:«د هغوی له دې پېښې او شکایت څخه کابو دوه کاله تېرېږي او دا چې کورني مسایل او تفریق د افغانستان د محاکمو له واکونو څخه دي، د ۱۳۹۶ کال په اومه میاشت دوسیه یې د کابل حقوقو رسایت ته واستول شوه او له هغې وروسته د ګواښ او یا بلې مسلې په اړه شکایت په څارنګوالۍ کې درج نه کړ.»
مینه منګل په ۱۳۶۷ کال کې پکتیا کې وزېږېده. کابل کې یې د خبریالۍ چارې پیل کړې او نږدې لس کاله کېدل چې د هېواد له بېلابېلو رسنیو سره یې کار کاوه. هغه له تېرو دوو کلونو راهیسې د ولسي جرګې فرهنګي سلاکاره هم وه.
مینه منګل له قابلګۍ فارغه شوې وه او اوسمهال د حقوقو پوهنځي د دویم کال زدهکړیاله وه.