افغان او امریکايي چارواکو نن سېشنبې (د غوايي په ۲۴مه) کابل کې د یوې غونډې په لړ کې په مُلکي برخه کې له افغانستان سره د امریکا مرستو د بیاکنتې بهیر پیل کړ.
افغان حکومت او کابل کې د امریکا سفارت په یوې ګډې خبرپاڼه کې وايي چې د سېشنبې غونډه د ښې حکومتوالۍ او ځان بساینې لپاره په مُلکي برخه کې له افغانستان سره د امریکا د مرستو د څېړنې او بیاکتنې بهیر پیل دی.
په خبرپاڼه راغلي دي:«د مُلکي مرستو ګډه ارزونه او بیاکتنه، د افغان ولسمشر محترم ډاکټر محمد اشرف غني په غوښتنه او د امریکا په تایید سره ترسره کېږي. چې سټراټيژيکو همکاریو، همغږۍ، د افغان حکومت پراختیايي لومړیتوبونو، لاسته راوړنو او د ننګونو په ګوته کولو ته متمرکزه ده.»
خبرپاڼه کې همدارنګه راغلي دي چې د دغې څېړنې پر بنسټ به روڼټیا، ځوابوینه او د افغانستان لپاره د امریکا مُلکي مرستو د لومړیتوب ډلبندي او همدارانګه په افغانستان کې د بنسټونو د پیاوړتیا او د افغانستان د خلکو د سوکالۍ د ملاتړ زمینې برابرول دي.
همدارنګه دواړو لورو هوکړه وکړه چې په مُلکي برخه کې له افغانستان سره د امریکا مرستې باید د خلکو د ملاتړ، مرستې او همدارنګه د هېواد د ځان بساینې لپاره دوام پیدا کړي.
په خبرپاڼه کې همدارنګه نغوته شوې چې امریکا له افغان حکومت سره په همغږۍ مُلکي مرستې به د روغتیا، پوهنې، اقتصادي ودې، انرژۍ، زېربناوو او د فرهنګي میراثونو د خوندیتوب په برخو کې ولګوي.
د خبرپاڼې په پای کې راغلي دي چې امریکا او افغانستان، ځان بساینې ته د یوه رسېدلي افغانستان لپاره د نږدې همکاریو د دوام غوښتونکي دي.