د امریکامتحده ایالاتو د پوځ لوی درستیز، جنرال جوزف ډانفورډ وایې د طالبانو سره د خبرو اترو ترڅنګ به پر یادې ډلې پوځي فشار هم دوام ولري.
دی زیاتوي چې طالبان له افغانستان په پوره توګه د امریکايي ځواکونو د وتلو غوښتنه کوي، خو واشنګټن به په افغانستان کې د ترهګرو پر وړاندې جګړې ته دوام ورکوي.
د پنټاګون دا لومړۍ درجه جنرال همداراز څرګندوي، تر اوسه داسې وړاندیز چا نه دی کړی، تر هغو چې افغانستان کې د امریکا د ترهګرۍ ضد ګټې خوندي شوې نه وي او امریکایي ځواکونه دې افغانستان پرېږدي.
جنرال جوزف ډانفورډ وايي تر هغې به امریکايي څواکونه له افغانستانه ونه وځي چې د ترهګرۍ ستونزه نه وي هواره شوې.
هغه همداراز څرګنده کړې تر هغې به امریکايي سرتېري په افغانستان کې پاتې شي چې د ترهګرۍ ستونزده چې افغانستان کې د واشنګټن د شتون اصلي لامل دی، څرګنده نشي.