د امریکا د ویرجینیا ایالت د «ویرجینیا بېچ» ښار کې د وسلهوال برید له امله ۱۲ تنه وژل شوي دي.
دا برید د دغه ښار د ښاروالۍ په ودانۍ کې رامنځته شوی دی.
پولیس وايي چې بریدګر څو ساعته له پولیسو سره نښته وکړه او دی په خپله هم د ټپونو له امله ومړ.
د ویرجینیا بیچ د پولیسو رییس جېمز سرورا په دې اړه وویل چې پېښه د غرمې له ۴ بجو وروسته هغه مهال رامنځته شوه کله چې بریدګر د ښاروالۍ د عمومي خدماتو ودانۍ ته ننوت او د قربانیانو په لور یې ډزې وکړې.
په ډزو کې د یوه پولیس په ګډون څلور تنه ټپيان شوي دي.
د دغې پېښې انګېزه لاروښانه نه ده؛ خو دا په روان زیږدیز کال کې امریکا کې ۱۵۰ وسلهوال برید دی چې ترسره کېږي.
سپینې ماڼۍ اعلان وکړ چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له پېښې خبر او تر څار لاندې یې لري.