غزنې کې د موټر بم چاودنې له کبله ۸پولیسو سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی.
د غزني ولایت سیمه ییز چارواکي وايي پېښه (شنبې د غبرګولي په ۱۱مه نېټه) د شپې مهال کابو ۹:۵۰ شوې ده.
چارواکي وايي بریدګر له زغره وال موټر سره امنیه قومندانۍ د ریزرف قراول قطعه په نښته کړه.
په پېښه کې ۹ پولیس ټپیان شوي دي.
مخکې له دې دفاع وزارت په غزني کې د طالبانو د سرې قطعې د لسګونو غړو له وژل کېدو خبر ورکړی وو.