د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي چې په تېرو پنځو ورځو کې د امنیتي ګوښونو له امله د تخار په بهارک، اشکمش او خواجه غار ولسوالیو او دغه راز د زابل په دای چوپان ولسوالۍ کې د رایو ورکوونکو د نوملیکنې مرکزونه تړل شوي دي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون نن (جمعه د غبرګولي په ۲۴مه) وویل چې د ذکر شویو ولسوالیو سربېره، په غزني ولایت کې د نوملیکنې شپته سلنه مرکزونه تړلي پاتې دي.
د رایه ورکوونکو د تقویتي نوملیکنې بهیر د غبرګولي په ۱۸مه نېټه پیل شو. د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکي وايي چې تراوسه کابو ۲۵ زره تنو نوملیکنه کړې ده.
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د ویاند مرستیال عزیز ابراهیمي په دې اړه وویل:«د افغانستان په ۳۳ ولایتونو کې کابو ۲۵ زره تنو نوملیکنه کړې چې ۳۵ تر ۴۰ سلنه یې مېرمنې دي.»
په دې لړ کې په غزني ولایت کې د رایو ورکوونکو د نوملیکنې بهیر چې په بیل ډول پېل شوی دی هم له ستونزو سره مخ دی. د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي چې په غزني کې د رایو ورکوونکو د نوملیکنې د ۲۴۷ مرکزونو نه یوازې ۷۸ مرکزونه پرانستې دي.
د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ اجرایيي رییس یوسف رشید په دې اړه وویل:«خلکو ته دې د لاسرسۍ شرایط برابر کړي - په ځانګړې توګه د مېرمنو لپاره. په ځينو ځاینو کې د نوملیکنې مرکزونه په پوځي قطعو کې ځای پر ځای شوي دي.»
د ولسمشرۍ ټاکنو ته ځينې نوماندان د ټاکنو په خپلواک کمېسیون کې د مدیریت د ناتوانۍ خبره کوي.
ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند شیدا محمد ابدالي وايي:«له بده مرغه حکومت دا پروسه په بشپړه توګه د ځان د بریا لپاره چمتو کړې ده، تقویتي نوملیکنه په همدې ډول مخته ځي. حکومت په دې اړه له سیاستوالو او نوماندانو سره بحث نه دی کړی.»
ټاکل شوې ده چې ولسمشرۍ ټاکنې، د روان لمریز کال د تلې په شپږمه نېټه ترسره شي. ټاکل شوې وه چې له دغو ټاکنو سره هممهاله د ولسوالۍ شوراګانو او د غزني ولایت د ولسي جرګې ټاکنې هم ترسره شي، خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون موده مخکې اعلان وکړ د ځينو دلیلونو په یاده شوې نټېه یوازې کولای شي چې ولسمشرۍ ټاکنې ترسره کړي.