د افغانستان د اهل تشیع د همغږۍ شورا لومړنۍ کنګره نن جمعه (د غبرګولي په ۲۴مه) کابل کې د لویې جرګې په تالار کې جوړه شوه.
په دغې کنګره کې د هېواد د بېلابېلو قومونو اهل تشیع راټول شوي څو د افغانستان د اوسني وضعیت او سولې په اړه خپل دریځ مشخص کړي.
د دې غونډې ډېریو ګډونوالو د افغانستان وضعیت اندېښمنوونکی وباله او د قومونو ترمنځ پر یووالي او د امنیت پر ټینګښت ټینګار کوي.
د اهل تشیع د بېلابېلو قومونو د کنګرې لنډمهالی ريیس سیدحسن فاضل زاده په دې اړه وویل:«هغه څه چې مهم دي دا دي چې خپله تفکر د بل په واک کې ور نه کړو...! راشه او د خپل هېواد د اوږدمهال په اړه فکر وکړه. د مادیاتو او د نورو بې ارزښته دونیوي ارزښتونو لپاره خپل هېواد مه خرابه وه.»
دوی وايي، د دې کنګرې د جوړېدو موخه، د بې عدالتۍ، نا امنۍ او فساد پر ضد مبارزه ده.
د کنګرې ګډونوال سیر ویس علاف هم وايي:«نوره اجازه نه ورکوو چې څوک راشي او زموږ پر ځای پرېکړه وکړي. موږ اجازه نه ورکوو چې موږ ته د رایې د بانک په سترګه وګوري.»
دوی وايي، تر هغه چې خپله افغانان له جګړې لاس په سر نه شي، نوره نړۍ ورته سوله نه شي راوستلای.
د غونډې یو له جوړونکو شیخ سلیمان خلیلي هم زیاته کړه:«بې ثباتي او ناامني، فساد او ناوړه کړنې خپل اوج ته رسېدلې دي. د سولې د ملي کنګرې یوه غوښته او موخه همدا ده.»
د دې غونډې ګډونوال وايي، راټولېدل یې د کوم حرکت یا ډلې په ګټه نه دي او سیاسي رنګ هم نه لري او اجازه به هم ورنه کړي چې له دې غونډې یې سیاسي ګټه پورته شي.