د مصر مخکني ولسمشر محمد مرسي مړی نن (سېشنبې د غبرګولي په ۲۸ مه) د کورنۍ او امنیتي ځواکونو له حضور سره د قاهرې ښار ته نږدې خاورو ته وسپارل شو.
د رپوټونو پر بنسټ، ښاغلی مرسي چې د زړه او شکرې ناروغۍ څخه کړېده، په زندان کې درملو ته د لاسرسۍ حق نه درلود.
تېره شپه د مصر دولتي ټلوېزیون د مرسي د مړینې خبر اعلان کړ، د ډېریو لپاره دا خبر د منلو وړ نه و.
د مصر د دولتي ټلوېزیون په رپوټ کې راغلي:«محمد مرسي الایت، نن د محاکمې په لړ کې ومړ. هغه له قاضي وغوښتل چې د خبرو اجازه ورکړي او هغه اجازه ترلاسه کړه. خو کله چې محاکمه وقفې ته ولاړه، هغه بې هوښه شو او ومړ.»
د محمد مرسي زوی احمد مرسي وايي چې د پلار مړی یې په زندان کې ومینځل شو، د جنازې لمونځ یې یوازې د کورنۍ له حضور سره ادا کړی شو او مړی یې د قاهرې ته نږدې په نصر رد ښاار کې د اخوان المسلمین د ځينو نورو غړو ترڅنګ خاورو ته وسپارل شو.
بلخوا، د اخوان المسلمین ګوند د مصر حکومت د ښاغلي مرسي په وژلو تورن وي.
اخوا د بشري حقونو د څار بنسټ وايي چې محمد مرسي څو ځله په زندان او د محاکمې په لړ کې بېهوښه شوی و.
دغه سازمان د مصر په بندخونو کې له محاکمې پرته د زرګونو بندیانو پر بند نیوکه کوي او د دغو بندخونو د څېړنې غوښتونکی دی.
د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان غړی عمرو مجدي په دې اړه وویل:«زموږ په باور، د ولسمشر مرسي زنداني کول او له هغه سره بد چلند د ملګرو ملتونو سازمان د منشور پر بنسټ، ربړونه شمېرل کېږي. د مصر حکومت، د ربړونې ضد منشور او د بندخونو د ساتنې بنسټیز اصول یې تر پښو لاندې کړي دي.»
د ترکیې ولسمشر چې اخوان المسلمین ګوند ته نږدې دی او د مصر له حکومت سره ښې اړیکې نهلري، د مصر پر حکومت یې نیوکه کړې ده.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په دې اړه وویل:«خدای بښلی مرسي له ډموکراټيکې لارې او د ۵۲ سلنې رایې په ترلاسه کولو سره د مصر ولسمشر شو؛ خو ظالم سیسي دموکراسي څنډې ته کړه او له کودتا سره، د مصر مشر شو. هغه تراوسه په دې اړه کابو پنځوس مصریان اعدام کړي دي.»
د رپوټونو پر بنسټ، د مرسي کورنۍ ویلي چې هغه په بندخونه کې نه شوی کولای اړین درمل ترلاسه کړي.