د مسکو ښار په زرګونه تنه اوسېدونکو نن سېشنبې (د چنګاښ په ۴مه) په یوې لاریون کې، روسیه کې د سیاسي ځپلو د پای ته رسولو غوښتنه وکړه.
دغو معترضانو، د نشهيي توکو د لرو په تور د روسیې حکومت د سیاسي مخالفانو نیول وغندل.
دغه لاریون له هغې وروسته پیل شو کله چې روسي حکومت یو روسی خبریال اېوان ګولونوف د نشهيي توکو د لرلو په تور ونیول شو.
ګولونوف له نیولو څو ورځې وروسته د شواهدو نشتون له امله بېرته ازاد کړل شو؛ خو هغه غورځنګونه چې د نشهيي توکو د لرو په تور له نیولو سره مخالف دي، وايي چې ځينې نور کسان هم په دغې لومه کې لوېدلي دي.
د یوه غورځنګ بنسټ اېښودونکی روسلان ټېټوف په دې اړه وویل:«د اېوان ګولونوف پېښه یوازینۍ پېښه نه ده. دېر خلک هره ورځ له ما سره اړیکه نیسي او له ورته پېښو وايي. هر کال سل زره کسان د نشهيي توکو د تور په تړاو زنداني کېږي.»
د دغو روسي فعالانو په وینا، د روسیې حکومت ډېری مخالفان او همدارنګه ځينې نور کسان، د نشهيي توکو د قاچاق په دروغجنو تورونو نیول کېږي چې په روسیه کې درنه سزا لري.
د مدني ټولنې یو فعال الکسنډرا موروزووا په دې اړه څرګنده کړه:«موږ د دغه تبنیهي سیاست مخالف یوو چې معمولاً له نشهيي توکو سره د مبارزې له چارې سره کار نهلري؛ بلکې له سیاسي مخالفانو سره مبارزه ده. هغوی خلک په دې پلمه نیسي؛ ځکه چې د نشهيي توکو ځای پر ځای کول اسانه دي او اوږدمهاله بند لري.»
لاریون کوونکي همدارنګه د داغستان جمهوري د «چرنوویک» په نوم د خپلواکې اوونیزې د مذهبي برخې منشي عبدالمومن ګادژیف د خوشي کېدو غوښتونکي دي.
هغه د جمعې په ورځ ونیول شو؛ خو د دغه اوونیزې دفتر پر هغه د ترهګرۍ تورونه ردوي او د هغه نیول د ازادو رسنیو د ځپلو یوه برخه بولي.