د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او طالب استازو ترمنځ د سولې خبرو اترو اوم پړاو خبرې به سبا (شنبې د چنګاښ په ۸مه) په قطر کې پیل شي.
د خبرو اترو په دغه پړاو کې به له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره مهالوېش، په افغانستان کې د ترهګریزو فعالیتونو د مخنیوي لپاره تضمین، اوربند او د افغانانو ترمنځ خبرې اترې به مطرح شي.
دا خبرې اترې په داسې حال کې پیلېږي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپيو کابل ته په خپل سفر کې وویل چې باید د درې راتلوونکو میاشتو یعنې د ټاکنو له ترسراوي مخکې، له طالبانو سره د سولې هوکړه وشي.
بلخوا بیا د هېواد اجراییه رییس وايي، هیلهمن دی چې د سولې لپاره پیل شوې هڅې پایله ورکړي.
اجراییه ريیس عبدالله عبدالله څرګنده کړه:«د سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو هڅې روانې دي. ډېری افغانان هم سوله غواړي. ټول افغانان له عادلانه او تلپاتې سولې ملاتړ کوي، خو بدبختانه جګړه پر موږ تپل شوې ده.»
خو د ولسمشر سلاکاره ملالۍ شینوارې وايي کهچېرې له خلیلزاد سره د طالبانو د خبرو اترو اوم پړاو ښه په مخ ولاړ نه شي، ناشونې ده چې د د تلې پر شپږمه د ولسمشریزو ټاکنو تر ترسراوي، د سولې هوکړه دې وشي.
د ولسمشر سلاکاره ملالۍ شینوارې څرګنده کړه:«طالبان باید وهڅول شي چې د حکومت له استازو سره خبرې وکړي؛ کهچېرې داسې ونهشي او طالبان د خبرو اترو په اوم پړاو کې د حکومت له استازو سره خبرو او لیدو ته قانع نهشي، د سپټمبر تر میاشتې (د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو نېټه) سولې ته به ونهرسېږو.»
افغان حکومت بیا داسې مهال له طالبانو سره پر خبرو تاکید کوي چې دې ډلې په ځلونو دا خبرې رد کړي، خو له سیاسیونو سره خبرو ته لېوالتیا ښودلې ده.
طالبانو ته نږدې سرچینې وايي، شاید دې پړاو خبرو کې طالبان او امریکايي پلاوی پر یو شمېر موضوعګانو سره هوکړې ته ورسېږي.
د سیاسي چارو کارپوه فیض محمد ځلاند وویل:«تمه کېږي چې د خبرو اترو له اوم پړاو وروسته د افغانانو ترمنځ خبرې اترې به یو میاشت وروسته د المان په منځګړيتوب وشي.»
طالب استازو تر اوسه دوه ځله له افغان سیاستوالو او شپږ ځله د سولې په اړه له امریکايي پلاوي سره لیدلي دي.
دې ټول پړاونو کې طالب استازو له افغانستان د بهرنیو عسکرو پر وتو ټینګار کړی، له همدې کبله د امریکا د بهرنیو چارو وزیر کابل ته د خپل سفر پر مهال تېره ورځ وویل، امریکا چمتو ده چې له افغانستان خپل عسکر وباسي.