یوې ځواکمنې زلزلې د امریکا متحده ایالاتو د کالیفورنیا ایالت سوېلي برخې ولړزولې.
د امریکا د ځمکپوهنې مرکز د رپوټ پر بنسټ، دې زلزله د ریکټر ۷،۱ درجه ځواک درلود چې ډېر مالي زیانونه یې رامنځته کړي دي.
له دغې زلزلې وروسته، د کالیفورنیا په ځينو برخو کې اور لګېدنه رامنځته شوه.
دا په داسې حال کې ده چې د پنجشنبې په ورځ د لاس انجلس ختیځې برخې هم د یوې زلزلې شاهدې وې د دغې زلزلې ځواک بیا د ریکټر ۶،۱ درجه و.
د کالیفورنیا روغتیايي چارواکي وايي چې په دغې زلزله کې تراوسه یو تن وژل شوی او څو تنه نور ټپيان دي.