د بلخ ولایت روغتیايي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د هوا له ګرمېدو سره، فصلي ناروغۍ هم زیاتې شوې دي.
د دغو چارواکو په وینا، بلخ کې د یوې وروستۍ میاشت په لړ کې څه باندې ۲۰ ماشومان د اسهال او یا هم سینهبغل له امله مړه شوي دي.
په مزارشریف کې د بوعلي سینا بلخي روغتون د ماشومانو د څانګې مسوول عبدالرووف فروغ وايي چې د هوا له ګرمېدو سره فصلي ناروغۍ په ځانګړې توګه اسهال په ماشومانو کې شل سلنه زیات شوی دی.
هغه زیاتوي چې د ورځې څه باندې درې سوه ناروغان د درملنې لپاره دغه روغتون ته مراجعه کوي چې له دې ډلې د هغوی ۱۰۰تر ۱۲۰ تنه بستر کېږي.
په دې لړ کې، د بوعلي سینا بخلي په روغتون کط د ناروغانو لپاره د ځای کموالی او د هوا د سړېدو لپاره د وسایلو نشتون هغه ستونزې دي چې له دغو ناروغانو سره مل کسان یې په اړه شکایت کوي.
ویدا چې خپل زوی یې د درملنې لپاره دغه روغتون ته راوستی وايي:«څو ورځې کېږي چې دلته(روغتون کې) یوو؛ امکانات نشته او موږ له ډېرو ستونزو سره مخ یوو.»
ځینې بیا په دغه روغتون کې د ډاکټرانو او روغتیاپالانو له بې پامۍ شکایت لري او د غوره روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو غوښتونکي دي.
د بلخ اوسېدونکی دامالله وايي:«ډاکټران له ناروغانو سره ښه چلند نه کوي. حکومت هم هېڅ پاملرنه نه لري.»
په دې اړه مو وغوښتل چې د بلخ د عامې روغتیا د ریاست نظر هم ولرو، خو وايي چې موږ په دې اړه مالومات نهلرو او دا مسله د روغتون په مسوولانو پورې تړاو لري.