په داسې حال کې چې امریکا ویلي چې باید له ولسمشرۍ ټاکنو مخکې د افغان سولې هوکړه ترلاسه شي، خو ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند عنایتالله حفیظ وايي چې په دې لنډه موده کې له طالبانو سره د سولې هوکړه ناشونې ده.
هغه زیاته کړه چې سوله باید لومړیتوب وي، خو ولسمشرۍ ټاکنې باید د سولې او ټیکاو قرباني نهشي:«ښه ده چې سوله له ټاکنو سره یوځای مخته ولاړه شي. اوس چې ټاکنیزې منډې ترړې پیل شوي موږ نه شو کولای په دوه میاشتو کې واقعي سولې ته ورسېږو.»
ټاکل شوې ده چې ولسمشرۍ ټاکنې تر راتلوونکو دوه میاشتو (د تلې په شپږمه نېټه) ترسره شي او نن (یکشنبې د زمري په ۶مه) رسماً ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې.
ښاغلی حفیظ لومړنی نوماند و چې خپل ټاکنیزې سیالۍ یې نن پیل کړې. هغه له خپلو ځينو پلویانو سره د کابل ځینې واټونو پاکولو سره خپل ټاکنیز کمپاین پیل کړ.
د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند عنایت الله حفیظ څرګنده کړه:«ټاکنې او د ټاکنیزو سیالیو پېر، یوازې هغه زمینه ده چې موږ کولای شو خپل غږ د افغانستان خلکو ته ورسوو. د افغانستان خلک ابادۍ، صفایۍ، سولې او ارامښت ته راوبولو.»
عنایت الله حفیظ زیاتوي له اداري فساد، نشهيي توکو او د بشري حقونو له سرغړونکو سره مبارزه، واقعي سولې ته د رسېدو لپاره د زمینې برابرول او د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه د هغه د ټاکنیزې ډلې مهم پروګرامونه دي.
د اولس د خادمینو ټاکنیزه ډله له نورو انتخاباتي ډلو غواړي د ټاکنیزو مبارزو پرمهال خلکو ته ستونزې جوړې نه کړي.