د ولسمشرۍ ټاکنو، د ټاکنیزو منډو ترړو په دویمه ورځ کې د ملګرو ملتونو سازمان د نوماندانو په قانوني سیالیو ټینګار کوي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولي یا یونما په یوې خبرپاڼه کې چې نن دوشنبې (د زمري په ۷مه) رسنیو ته استولې ویلي د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنونو له رسمي پیل سره، ټول نوماندان او پلویان یې په عادلانه توګه د ټاکنو قانون، د ټاکنو خپلواک کمېسیون کړنلارې او هغه مقررې چې د ټاکنو کمېسیون لخوا تصویب شوي دي، پر بنسټ سیالي وکړي.
خبرپاڼه کې راغلي دي ټول دولتي چارواکي قانوناً مکلف دي چې له خپل موقف څخه د ځانګړي نوماند لپاره استفاده ونه کړي.
د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو کمپاین، تېره ورځ د هېواد په ګوټ کوټ کې پيل شول او ټاکل شوې د دوه میاشتو لپاره (د تلې تر درېیمه او څلورمه) دوام پیدا کړي.
ټاکل شوې ده چې ولسمشرۍ ټاکنې، د تلې میاشتې په شپږمه نېټه به ترسره شي. د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله په ګډون اتلسو تنو په دغو ټاکنو کې ځانونه نوماند کړې دي.