د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په یوه ټوېټري پيغام کې لیکلي چې قطر کې له طالبانو سره په خبرو کې «عالي پرمختګونه» شوي دي.
هغه زیاتوي چې په دوحه د څو تېرو ورځو په لړ کې خبرې اترې له طالبانو سره د یوې هوکړې بشپړتیا ته متمرکزې وې.
د هغه په وینا، د دوحې د خبرو اترو په پایله کې، له طالبانو سره د امریکا هوکړه، به د دې زمینه برابره کړي چې بهرني ځواکونه، د افغانستان شرایطو ته په کتو سره بهر شي.
ښاغلی خلیلزاد وايي چې له دوحې هند ته ځي او له هندي چارواکو سره د افغان سولې لپاره د یوې نړیوالې اجماع د جوړېدو په اړه خبرې اترې وکړي.
هغه زیاتوي چې مرکچي پلاوی یې په دوحه کې دی او د طالبانو له مرکچي پلاوي سره د تخنیکي مسایلو په اړه خبرو ته دوام ورکوي څو د هوکړهلیک پر څلورو برخو یعنې، د ځواکونو د وتلو، اوربند، د ترهګرۍ پر ضد د طالبانو ضمانتونو او د افغانانو ترمنځ خبرو اترو په اړه هوکړه ترلاسه شي.
بلخوا، د ناټو سرمنشي ینس سټولټبنرګ په نیوزیلنډ کې یوې خبري ناستې کې وايي چې د افغانستان د سولې هوکړې ته رسېدل تر هر بل وخت په پرتله نږدې شوي دي.
ښاغلي سټولټنبرګ زیاته کړه چې په قطر کې د امریکې او طالب استازو له خبرو اترو ورسته، اوس د افغانستان د سولې لپاره «یوه واقعي موکه» تر سترګو کېږي.