د ملي یووالي حکومت اجراییه رییس او ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند عبدالله عبدلله وايي چې ټاکنې د سولې په پرتله لومړيتوب لري، کهچېرې په نږدې راتلوونکي کې سوله رامنځته نه شي باید د ټاکنو ترسراوي ته ډېره پاملرنه وشي.
ښاغلی عبدالله زیاتوي د دې لپاره چې یو ځل بیا یوه دروغجنه ډله پر خلکو حاکمه نه شي، خلک باید په ټاکنو کې ګډون وکړي. ښاغلی عبدالله د کابل بانک د کړکېچ یو له اصلي عاملانو خلیلالله فروزي او همدارنګه د مشرانو جرګې د پخواني سلاکار نجیبالله دلاور چې له ترهګرو سره پر همکارۍ تورن دی، پر ازادېدو نیوکه کوي او پوښتي چې ایا ولسمشر د حقاني ډلې د ارامېدو په پار دلاور یې ازاد کړی؟
د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند عبدالله عبدالله په دې اړه وویل:«کله چې اعلان وشو چې دلاور خان لاس په لاس په په جنایت ونیول شو، په بشپړه توګه بالفعل نیول شوی او د ترهګریز برید هوډ یې درلود او له خپل موټر سره یې ترهګر لېږدول، زموږ د هېواد یوه ښه امنیتي چارواکي وویل چې حقاني ډله نن شپه د هغه د نیول کېدو له امله نه ده وېده شوې، دا مو واورېدل که وا نه ورېدل د یوې میاشتې مخکې کیسه ده. ځواب راکړه ولسمشر صاحبه، کهچېرې هغه خبره سمه وه، نن ولې په ضمانت ازادېږي. غواړئ چې حقاني ډله په ارامه ویده شي؟»
عبدالله عبدالله له ولسمشره غواړي چې د خلیلالله فروزي د ازادېدو په اړه هم باید خلکو ته ځواب ووايي
هغه څرګنده کړه:«کهچېرې دا د ټاکنیزې ژمنې په بدل کې شوې وي باید ځواب ووايي، کله چې وايئ ځواب اخلو، ځواب به ورکوئ راشه د ډګر سړی شه او ځواب ورکړه.»
د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند عبدالله عبدالله د ځوانانو په غونډه کې د انتخاباتو ترسره کېدل د افغانستان لپاره برخلیک ټاکونکي بولي او وايي که ټاکنې ونه شي او سوله هم زر ونه شي ناامنۍ او د خلکو ستونزې به دوام وکړي.
ښاغلي عبدالله وویل:«افغانستان نن د دې زغم نه لري چې بیا یوه درغله ډله، یوه دروغجنه ډله د افغانستان د خلکو په برخلیک حاکمه شي.»
انوارالحق احدي چې په ولسمشرۍ ټاکنو کې د ښاغلي عبدالله د ټاکنیزې ډلې لومړی وزیر دی د خلیلزاد او طالبانو خبرې ناڅرګندې بولي.
ښاغلي احدي وايي:«خلیلزاد باید دا ځواب ورکړي چې ایا يه یوې، دوه یا درې میاشتو کې د دې امکان شته چې د سولې هوکړې ته ورسېږو؟»
د ولسمشرۍ دغه نوماند له امنیتي ادارو د کتنې پرمهال د پوځیانو بې وسلې کول پر هغو امنیتي ځواکونو بې باوري ګڼي چې له افغانستانه دفاع کوي او په دې لار کې خپل ځانونه قرباني کوي.
عبدالله عبدالله ټینګار کوي ولسمشر لومړی نظام الدین قیصاري له بشري حقونو سرغړونکی باله او بندي یې کړ خو ټاکنو ته د کم وخت له پاتې کېدو سره یې له هغه سره چلند بدل کړ او یو ملي شخصیت شو. نوموړی وايي که یې له ولسمشر سره د هغه په شان چلند کړی وای حکومت به ګډوډ شوی و او د حکومت په نوم به څه نه و پاتې.