د بدخشان والي ذکریا سودا وايي چې نن د ماښام شپږو بجو په شاوخوا کې (یکشنبې د وږي په ۱۰مه) د فوټبال په یوه لوبغالي کې چاودنه شوې ده چې د هغه موخه فیض اباد پخوانی ښاروال جنرال نذیر محمد نیازي و.
د ښاغلي سودا په وینا په دغې چاودنه کې نذیر محمد نیازي چې په بدخشان کې د ولسي پاڅون کوونکو ځواکونو قومندان هم و، له څو تنو سره وژل شوی دی.
په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت هم د ښاغلي نیازي د وژل کېدو پخلی کوي او وايي چې دا پېښه د یوه ځای پرځای شوي ماین د چاودنې له امله وه.