وروستي خبرونه
Thumbnail
ستاسو نظر

کندز د منځنۍ آسیا دروازه

هغه دوامداره فشار ته په کتو سره چې په تېرو شپږو میاشتو کې پر کندز وو، د دغه ښار پرځېدنه له تمې څخه

هغه دوامداره فشار ته په کتو سره چې په تېرو شپږو میاشتو کې پر کندز وو، د دغه ښار پرځېدنه له تمې څخه لیرې نه‎وه. خو ټولو ته‎یې ټکان ورکړ.

په داسې حال کې چې دولت او رسنۍ د کندز ښار په سیمه کې د دولتي ځواکونو له بریاوو څخه خبرې کوي، عیني واقعیت دا دی چې طالبان د بل هر وخت په پرتله په شمال ختیځ کې قوت لري. له یوې اوونۍ څخه‎یې په لږه موده کې د شمال ختیځ ټول ولایتونه‎ په بې‎مخینې توګه نا امن کړي دي. دولت هومره په کندز ښار بوخت دی چې په دغه ولایت او ګاونډیو ولایتونو کې د یو یا څو نورو ولسوالیو پرځېدنه د خبرونو سرټکي نه‎جوړوي.

ناخوښي خلک

کندز، د دولت د ناکاره او فاسد مدیریت څرګند مثال دی. په داسې حال کې چې په ټول تېر پسرلي او اوړي کې شدیداً له ګواښ سره مخ وو دغه ولایت ته پاملرنه ونه‎شوه. سربېره پر دې چې لوړپوړو دولتي چارواکو کندز ته سفر وکړ او د دغه ولایت له خلکو سره‎یې لیدنه درلوده، خو د سیمه‎ییزې ادارې د اصلاح لپاره د خلکو تمه پوره نه‎شوه.
هغه وېډیوګانې چې په ټولنیزو شبکو کې کندز ولایت ته د طالبانو د لومړنۍ ورځې له ننوتلو څخه خپرې شوې، د طالبانو په لاس د کندز ښار د پرځېدو په اړه د خلکو د بې‎تفاوتۍ ښکارندویه دي. دغه وېډیوګانې له حکومت څخه د خلکو د ملاتړ د ټیټې کچې ښکارندویه وې. پر کندز ښار د طالبانو د واکمنۍ په لومړي ماښام، د دغه ښار یو شمېر اوسېدونکو د کندز د چوک پر سر د طالبانو د تکبیر له نعرو سره الله اکبر ویلې او د هغوی شعارونو ته‎یې مثبت ځواب ورکاوه. اوس کېدای شي وویل شي چې هغوی به د ځان له وېرې دغه کار کړی وي. کوم څه چې په څرګنده توګه تر سترګو کېده، د ولایت له دولتي چارواکو څخه د هغوی نه‎ملاتړ وو. دغه هیجان په داسې حال کې وو چې د بخښنې نړیوال سازمان د رپوټ پر بنسټ د ښار په نورو سیمو کې د طالبانو ډلې په وژنو او پر ښځو په جنسي تېري بوخت وې.

له تمې څخه اوږده

د کندز ښار د پرځېدو په لومړۍ شپه او ورځ، د امنیتي چارو ډېری څارونکي او شنونکي په دې باور ول چې طالبانو، د پام وړ کسانو له وژلو، لوټولو او د ښار ویجاړولو او د افغانستان دولت پر حیثیت د ضربې په وهلو سره له ښار څخه بهر د خپل نفوذ لاندې سیمو ته پناه وېسي. خو ظاهراً د طالبانو استراتېژي بل څه ده.
کوم شمېر چې دولت یې د وژل شویو طالبانو څخه خپروي، ډېرې زیاتې دي. سربېره پر دې طالبان د ښار خوشې کولو ته حاضر نه‎شول. ولې؟ طالبان د دغې جګړې د غځولو په لټه کې دي. هغوی د جګړې په غځولو له یو لوري د جګړې لګښت لوړوي او دولتي ځواکونه ستړي کوي. له بل لوري د هېواد د وسله‎والو ځواکونو په اړه د خلکو عمومي ناخوښي او بدلید ډېروي.
د کندز له پرځېدو راهیسې، په افغانستان کې رسنیو او د ټولنیزو شبکو کاروونکو د هېواد له دفاعي او امنیتي ځواکونو څخه ملاتړ کړی دی. د ټولنیزو شبکو ګڼ شمېر کاروونکي په پرله‎پسې توګه د هېواد له وسله‎والو ځواکونو څخه په ملاتړ کې لیکنه کوي او د سرتېرو او افسرانو انځورونه د هېواد د اتلانو او د عزت د ساتونکو په توګه لاس په لاس ګرځوي.
خو په کندز ښار کې د جګړې له غځېدو سره به وضعیت، بدلون ومومي. خلک له امنیتي ځواکونو څخه د امنیت د ټینګښت هیله لري. په داسې حال کې چې دغه ځواکونه ونه‎شي کولای ډېر ژر امن او نظم راوګرځوي، د خلکو نیوکو او ډېرو شکایتونو سره به مخ شي. د افغانستان د وسله‎والو ځواکونو او یا نړیوالو ځواکونو «هوډ لرونکي مأموریت» د عملیاتو له امله لکه د «د بې پولو ډاکترانو پر روغتون» بمباري، د دغو ځواکونو محبوبیت ډېر ژر راټیټوي. تر دې اندازې چې کېدای شي نور خلکو ته دا اړینه نه‎وي چې څوک ښار په واک کې لري، بلکې یوازې د خپل ځان د ساتنې غوښتونکي وي. کوم څه چې په ۱۳۷۶ کال کې کابل ته د طالبانو د راننوتلو پر مهال پېښ شول.
په کندز کې د دولت پر کمزورۍ د ګوتې اېښودو تر څنګ، دغه پوښتنه باید مطرح شي چې طالبان د څه شي په لټه کې دي؟ دغې پوښتنې ته د ځواب لپاره، څو انګېرنې چې تر اوسه مطرح شوې دي څېړو.

سیمه‎ییزې سیالۍ

یو شمېر شنونکو په پرله‎پسې توګه ویلي دي چې په کندز ښار کې د ځايي قوتونو سیالۍ د نا امنۍ او جګړې لامل شوي دي. ویل کېږي چې د ولسمشر او اجراییه رییس تر منځ د نظر د اختلاف یو له لاملونو څخه همدغه سیمه‎ییزه سیالۍ ده. په دغو سیالیو کې د سیمه‎ییزو پولیسو ونډه د دغې شننې په چورلیز کې شتون لري.
ځینې په دې باور دي چې په دغې موده کې په کندز کې د کورنیو جګړو د پېر پخواني سیالانو له یو بل څخه غچ اخیستنه کړې ده. دغه غچونه د څو تنو قوماندانانو تر منځ د سیالیو له محدودې څخه پراخه شوې ده او د کندز بېلابېل قومونه‎یې د یو بل په وړاندې درولي دي.
له یو لوري د اسلامي جمعیت ګوند پخواني قوماندانان په خپله ګټه د سیمه‎ییزو پولیسو څخه په ګټه اخیستنه تورنوي او مقابل لور ادعا کوي چې د حامد کرزي د حکومت په ترڅ کې، د هغه د دفتر رییس، کریم خرم، په اسلامي ګوند پورې تړلي کسان په وسلو سمبال کړل او اوس‎مهال هغوی دي چې د دولت په وړاندې جګړه کوي. د جمعیت له پخوانیو قوماندانانو څخه میرعلم خان دغه خبرې طلوع‎نیوز ته وکړې.
اوس د رسنیو د رپوټ او د هغو مالوماتو پر بنسټ چې دولت خپاره کړي دي، طالبان د وسله‎والو ځواکونو په ځانګړي توګه د سیمه‎ییزو پولیسو وسلې او تجهیزات په خپل واک کې لري. د دې تر څنګ طالبانو د خپلې واکمنۍ په لومړۍ شپه کابو ۸ میلیونه ډالره د ښار له بانکونو څخه چورتالان کړي دي. دغه امکانات له هغوی سره د جګړې په غځولو کې مرسته کوي.
دغه سیالۍ اوس‎مهال ټولې جګړې ته قومي بڼه ورکوي. ګواکي پښتانه او غیر پښتانه سره جګړه کوي. خو د دغې قضیې بل مخ دا دی چې د طالب جنګیالیو په منځ کې، غیر پښتانه او آن له منځنۍ آسیا څخه ځینې کسان شتون لري او د امنیتي ځواکونو سرتېري چې په کندز کې جګړه کوي د هېواد له ټولو قومونو څخه دي. وېډیوګانې خپرې شوې دي چې ښکاروي، پښتانه سرتېري طالبان وژني. له دې استدلال سره، د جګړې د قومي والي منطق تر پوښتنې لاندې ځي، خو د سیمه‎ییزو سیالیو لامل به پر خپل ځای پاتې شي.

منځنۍ آسیا

په ټولنیزو شبکو کې د یوه طالب جنګیالي وېډیو خپره شوې ده چې د دغې ډلې د پراخو موخو په اړه خبرې کوي. هغه په څرګنده توګه وايي چې خپل بیرغ به نه‎یوازې په کندز، بلکې په بخارا، چچن او قفقاز کې لوړ کړي.
د کندز امنیتي چارواکو هم د دې پخلی کړی دی چې د طالبانو په وژل شویو او نیول شویو کسانو کې د پاکستان، چچن، د منځنۍ آسیا هېوادونو او عربي هېوادونو وګړي شتون لري.
د رسنیو او د کړکېچ د نړیوالې ډلې په څېر د نړیوال بنسټونو رپوټونه ښيي چې داعش یا د اسلامي دولت تر نامه لاندې ډلې په منځنۍ آسیا کې د ځان لپاره د پښې ځای جوړ کړی دی. دغه رپوټونه ښيي چې د منځنۍ آسیا کابو ۵ زره وګړي د داعش ډلې د جنګیالیو تر څنګ په عراق او سوریه کې جګړه کوي او سیمې ته د هغوی د راستنېدو احتمال شتون لري. بلخوا، د فرغانې دره چې د قرغېزستان، تاجېکستان او ازبېکستان هېوادونه پکې شاملېږي؛ د داعش د سرتېرو نیولو لپاره په یوه ځای بدله شوې ده. د ازبېکستان اسلامي خوځښت چې په تېرو کلونو کې نه‎دی توانېدلی په منځنۍ آسیا کې د ځان لپاره پیاوړی ځای جوړ کړي، تېر کال‎یې له داعش ډلې سره بیعت وکړ او اوس‎مهال د فرغانې په دره کې د دغې ډلې لپاره سرتېري نیسي.
د منځنۍ آسیا هېوادونه هر یو په جلا توګه د افراط پالنې او داعش ډلې له خطر سره د مقابلې لپاره د نړیوالې مرستې غوښتونکي شوي دي. تاجېکستان چې له روسیې سره تر ټولو نږدې اړیکې لري له دغه هېواد څخه‎یې د دوو میلیاردو ډالرو په ارزښت پوځي مرستې ترلاسه کړي دي. ازبېکستان هم د امریکا متحده ایالاتو له لوري له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره سلګونه زرې موټرونه ترلاسه کړل. د قرغېزستان لومړي وزیر هم له داعش سره د مبارزې لپاره له اروپا ټولنې څخه د مرستې غوښتنه وکړه.
خو د دغې سیمې له لوېدیځ سره د منځنۍ آسیا تر ټولو زیان منونکې پوله له افغانستان سره د تاجېکستان پوله ده. د دواړو هېوادونو تر منځ له یو زر او ۳۴۴ کلیومتره ګډې پولې څخه، د هغې ۱۳۵ کیلومتره سیند او ۱۸۹ کیلومتره نور وچه سیمه جوړوي. له بدخشان او د آموسیند سرچینو سره اړوندو سیمو کې، د اوبو لږ حجم له پولې څخه تېرېدل آسانوي. بلخوا د دغې سیمې ژورې درې چې پاکستان له افغانستان او منځنۍ آسیا سره نښلوي چې د افغانستان او پاکستان تر منځ‎یې د جنګیالیو د تګ راتګ لپاره مناسب پوښښ برابر کړی دی.
د طالب او منځنۍ آسیا جنګیالي په چټکۍ سره له پاکستان څخه د بدخشان د غرونو له لارې ځان د افغانستان شمال ختیځ ته رسويٍ او د تاجېکستان د پولو لپاره ګواښ رامنځته کوي.
په دغې سیمه کې د طالبانو او له هغوی سره د همکارو نړیوالو ترهګرو ډلو واکمنېدل به منځنۍ آسیا ته د دغې ډلې لېږد ستونزمن نه‎کړي.
ځینې شنونکي په دې باور دي چې د اوکراین او سوریې پر موضوع د امریکا او روسیې سیالۍ، کېدای شي د روسیې لوېدیځې پولې نا امنې کړي. د بشاراسد پر مخالفینو د روسیې وروستي بریدونه به، د اسلامي سخت دریځۍ نوې څپې د روسیې په وړاندې په لاره واچوي او کېدای شي یو ځل بیا د روسیې په وړاندې اسلامي سخت دریځي د قفقاز او منځنۍ آسیا په سیمه کې راپورته شي. دغه شننه په هماغه چوکاټ کې د خبرو اترو وړ ده.

د هغې له کرښې څخه مخنیوی

ولسمشر غني د کندز له یو شمېر اوسېدونکو سره په لیدنه کې بله شننه مطرح کړه.
هغه وویل چې د کندز د جګړې د په لاره اچول کېدو اصلي لامل د ترکمنستان؛ افغانستان، تاجېکستان د اوسپنې پټلۍ له پروژې څخه مخنیوی دی. همداراز هغه څرګنده کړه چې هغوی غوښتل د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې او په دغې غونډه کې د ډاکټر عبدالله له وینا سره، افغانستان بې‎ټیکاوه وښيي. ترڅو نړیواله ټولنه له دغه هېواد څخه زړه سوړه شي.
که څه هم ډاکتر غني په څرګنده توګه ونه‎ویل چې چا یا کوم، په دغې توطئې لاس پورې کړی دی، خو افغانستان دولت معمولاً په دغه ډول مواردو کې پاکستان تورن بللی دی.
کوم څه چې د دغې شننې په چوکاټ کې څرګندېدی نه‎شي؛ په کندز کې د امنیتي ځواکونو پوځي او استخباراتي ماته ده. یعنې په داسې حال کې چې د افغانستان دولت د اوسپنې پټلۍ دغې لارې ته ډېر ارزښت ورکوي، په لازمي توګه‎یې باید د سیمې امنیتي تابیاوې ډېرې کړې وی. خو د کندز د جګړې له غځېدو سره، له تېر وخت څخه ډېر څه څرګندېږي چې ډېر طالبان‎یې چې د کندز په شاوخوا کې ځای پر ځای کړي ول او د کندز د اشغالولو لپاره‎یې اوږده خپرونه څارلې وه. د افغانستان استخباراتي بنسټونه، څنګه وتوانېدل د طالبانو دغه خوځښتونه کشف کړي؟ که‎یې کشف کړل، ولې تابیاوې ونه‎نیول شوې؟
ډاکتر غني په دغې موده کې په پرله‎پسې توګه ویلي دي چې کندز د هغه په کاري لومړیتوب کې دی. انګېرنه داسې ده چې له همدې کبله لومړنی والي یې چې وګوماره، د دغه ولایت لپاره وو. خو له یو کال څخه په تېرې لږې موده کې دغه ولایت په پرله‎پسې توګه ناآرامه وو خلک د ځايي حکومت له ادارې څخه ناخوښي ول. دغه ناسم وضعیت په کندز پورې تړلی نه‎وو او نن ورځ ټول شمال ختیځ ګواښي. البته دغه ګواښونه به د رسېدنې د نشتوالي پر مهال، ډ‌ېر ژر ټول شمال ته پراخوالی ومومي او منځنۍ آسیا به هم اغېزمنه کړي. د منځنۍ آسیا او پر دغې سیمې د واکمن ځواک، روسیې غبرګون لاتر اوسه څرګند نه‎دی، خو کوم څه چې د درک وړ دي د کندز لپاره د ډاکتر غني له ناسمې خپرونې څخه کیسه کوي. آیا تر اوسه هم په دغې خپرونه کې د بیا کتنې فرصت لري؟

سمېع مهدي

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه