Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د پاریس د بریدونو تر سیوري لاندې؛د ډموکراټانو مناظره

د پاریس د بریدونو تر اغېزې لاندې د ډموکراټانو دویمه مناظره ترسره شوه.د دغې مناظرې چلوونکي خپرونه یې د پاریس د بریدونو په اړه له مقدمې سره پیل کړه هغه وویل: "زموږ آزادي تر برید لاندې ده". له دغې مقدمې سره له نوماندانو څخه یې وغوښتل ترڅو د پاریس د برید په اړه له پیغام سره په خپلو ویناوو پیل کړي.

درې ډموکراټانو خپلې خپرونې او لیدلوري یې په پنځو برخو د بهرنیواړیکو،ملي امنیت،انرژۍ او چاپېریال ساتنې،روغتیا او توکمي مسایلو په ګډون معرفي کړل.

د دغې مناظرې په لومړۍ برخه کې هېلري کلنټون و ویل چې د پاریس د برید قربانیانو ته دعا کوو،خو دعا کافي نه ده او باید عمل وکړو.هغې همدارنګه وویل چې نور ټول مسایل د امینت د بحث پورې تړاو لري او امریکا او متحدین یې باید د داعش د له منځه وړلو لپاره پرېکړه ونیسي.

خو سناټور برني سنډرس چې د ډموکراټانو د ملاتړ له پلوه،له هېلري کلنټون څخه وروسته په دویم ځای لري، وویل د منځني ختيځ او هغه څه چې په پاریس کې پېښ شول،پر عراق د غلطې پرېکړې پایله ده.هغه وویل دغه پرېکړه چې هېلري کلنټون هغې ته مثبته رایه ورکړې وه، ناورین رامنځته کوونکې وه.

د دغې مناظرې درېیم وینا کوونکی مارټین اومېلي وو،پر دغه ټکي ټينګار درلود چې د بوش او اوباما ناسمو سیاستونه د دې لامل شوي دي چې د لېبیا،عراق، سوریې او افغانستان هېوادونه بې ټيکاوه شي.

د امریکا سیاستوال په ځانګړې توګه جمهوري غوښتونکي دغه پوښتنه مطرحه کوي چې د بشارالاسد د مخالفینو ځپل،د روسیې د رژیم او د روسیې او ایران د پیاوړتیا لامل به شي.

اروپا هم له دوو خواو څخه ځان تر ګواښ لاندې ویني.په ختیځ کې د روسیې له خوا او د مدیترانې په سوېل کې د داعش له خوا.د کډوالو کړکېچ هم پر علت ور زیات شوی دی.اوس اروپا هم باید پرېکړه ونیسي چې د دغو دوو ګواښونو څخه کوم یوه ته لومړيتوب ورکړي.

د ډموکراټانو مناظرې د امریکا په بهرني سیاست کې دغه حیاتي سوالونه مطرحه نه کړل.خو له دې سره هغه مهال د بهرنیو اړیکو په اړه بحث تود شو.په دغې برخې کې سناټور برني سنډرس وویل چې امریکا او غرب د « اسلامي راډیکالیزم» په وړاندې جنګېږي.

خو هېلري کلنټون وویل چې امریکا له اسلام سره په جګړه کې نه ده له «مجاهدینو»سره په جنګړه کې ده.پر دغو دوو اصطلاح بحث پېچلی شو او مارټين اومېلي وویل چې مسلمانان له ترهګرو سره د مقاومت په لومړۍ مورچله کې دي او اصلي دښمن رادیکالي جهادیان دي.

په همدې حال کې هېلري کلنټون په دې باور ده چې د جهادیانو په وړاندې جګړه د امریکا نه ده،خو ټينګار خو ټينګار یې کاوه چې امریکا باید خپل مشرتابه ونډې ته دوام ورکړي.

هغې د امریکا د پوځي بودیجې د کموالي لپاره د برني سنډرس له وړاندیز سره مخالفت وکړ او وې ویل چې امریکا د چین په سندي حوزه کې ورځ په ورځ د چین د پوځي حضور د ستونزو له زیاتوالي سره مخامخ ده او همدارنګه روسیه هم د امریکا ګټې ګواښي.د کلنټون په باور په داسې شرایطو کې د امریکا د پوځي بودیجې کمول عاقلانه کار نه دی.

د دغې مناظرې بل تود بحث د پناه غوښتونکو له ستونزو سره د چلند په څرنګوالي وو.مارټين اومېلي وړاندیز وکړ چې امریکا باید د سوریې کابو ۶۵ زره تنه کډوال ومني.برني سندرس هم ټینګار درلود چې امریکا باید د کډوالو په وړاندې خپلې اخلاقي دندې عمل وکړي.

هېلري کلنټون د والسټریټ له پانګوالو سره د نږدې اړیکو په لرلو،د دوو نوماندانو له خوا تر نیوکې لاندې ونیول شوه برني سنډرس هغې ته وویل چې څرنګه شونې ده چې هغه کس چې د کمپاین د لګښت ستره برخه یې د څو تنو بېلیونرانو‎ څخه اخلي د حاکم سیاسي فساد په وړاندې د امریکا د ټاکنو ته نوماند شي؟برني سنډرس چې چپ پاله لید لوری لري، له وړیا سره وویل چې د هغه مالي ملاتړ کوونکي څخه باندې یو مېلیون هغه هېوادوال دي چې ټول یې له بې وزلې او منځنۍ طبقې سره اړوند کسان دي.

سنډرس له سیاسي پاڅون څخه خبرې وکړې چې په هغې کې فاسد سیاسي کمپاینونه به له منځه ولاړ شي،خلک به روغتیايي بیمې او د وړیا زده کړې ته به لاسرسۍ ولري، لږ ترلږه چې اوس‎مهال په یوه ساعت کې د یوه کس مزد ۷،۲۵ ډالره ۱۲ ډالرو ته به زیات شي. مارټین اوميلي هم په یوه ساعت کې پر۱۵ ډالرو هوکړه وکړه. خو هېلرې کلنټون بیا په یوه ساعت کې پر ۱۲ ډالرو ټینګار کاوه.

په پای کې له ټوېټر نه د سي. بي. اس. ان څېړنونه دا ښکاره شوه چې د هېلري کلنټون خبرې له دې امله چې په سیاست کې ډېره تجربه لري د ډېرو خلکو د پام وړ ګرځېدلي وې او پر ټوېټر ۴۹ سلنه ټول پیغامونه د هغې په اړه و.

په دې مناظره کې پر افغانستان بحث ونه‎شو او د منځني ختیځ څو مواردو ته یوازې اشاره وشوه.

دغه مناظره د امریکا په لوېدیځ ایوا ایالت کې تر سره شوه

د پاریس د بریدونو تر اغېزې لاندې د ډموکراټانو دویمه مناظره ترسره شوه.د دغې مناظرې چلوونکي خپرونه ی

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه