Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له یوې اوونۍ څخه وروسته ټاکل شوې د هېواد مشران سبا سره وویني

ولسمشر به له عبدالله عبدالله سره په دویمه لیدنه کې د رامنځته شویو اختلافونو په اړه خپلې څرګندونې مطرح کړي.

بلخوا یو شمېر کارپوهان په دې باور دي چې د یادو اختلافونو دوام به د ملي یووالي حکومت مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي.

اجرايي ریاست وايي چې د دغې لیدنې لپاره یې تیاری نیول شوی او ټاکل شوې دغه کتنه د پنجشنبې په ورځ ترسره شي.

د اجرائيه ریاست د ویاند مرستیال جاوېد فصیل په دې اړه وویل:«ټاکل شوې ده چې ولسمشر او اجرائیه رئیس خپله دویمه لیدنه د پنجشنبې په ورځ ترسره کړي،او بحث د سیاسي هوکړې پر سر دی چې سل په سلو کې باید تطبیق شي او د خلکو غوښتنې باید عملي شي.»

د حکومت یو شمېر پخواني چارواکي د دغو اختلافاتو دوام د اندېښنې وړ بولي خو وايي چې د حکومت د مشرانو د ژمنو د نه عملي کېدو له امله به د خلکو او حکومت ترمنځ اختلاف د اندېښنې وړ وي.

د ملي امنیت پخوانی سلاکار ډاکټر رنګین دادفر سپنتا په دې اړه وویل:«اوضاع کړکېچنه ده چې هېڅ خبرې ونه کړو.لویه جرګه باید ترسره شي.بیا هم ټینګار کوم چې باید ترسره شي او دا د خلکو غوښتنه ده او سیاستوالو هم پر هغو ژمنه کړې،مشران نه شي کولای چې د خپلو د ژمنو ماتولو ته تسلیم شي. او د خلکو صبر و ازمایي. »

له بلخوا یو شمېر کارپوهان د ملي یووالي حکومت مشران د نوموړي حکومت د هوکړې پر عملي کولو مکلف بولي.

د هرات پخواني والي فضل الله وحیدي څرګنده کړه:«دوی اندېښنه لري که‎چېرې لویه جرګه جوړه نه شي پرېکړه یې دا ده چې د هېواد پر اوضاع پوهېږي د سیاستوالو پر نظریاتو پوهېږي او د جرګې خبره هم همدا ده چې دا حکومت مو په کار نه دی.نو له همدې امله ده چې نه غواړي جرګه جوړه شي.»

له اجرایي رئیس سره د ولسمشر لومړۍ لیدنه تېره اوونۍ ترسره شوه، په دغه کتنه کې د حکومت اجرایي ریس ۳۳ غوښتنې مطرح کړې، د ملي یووالي حکومت د موافقې عملي کیدل، د صلاحیتونو ټاکل او د قدرت مساوي ویش د دغو غوښتنه یوه برخه وه.

ولسمشر به له عبدالله عبدالله سره په دویمه لیدنه کې د رامنځته شویو اختلافونو په اړه خپلې څرګندونې م

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه