Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د اشرف غني او عبدالله دویمه لیدنه

د افغان ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د پنجشنبې په ماسپښین د دویم ځل لپاره د وروستیو اختلافاتو د حل لپاره په ځانګړو موضوعګانو په ولسمشرۍ ماڼۍ کې خبرې ترې وکړې.

د اجرائیه ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې دغه لیدنه په یوې صمیمانه فضا کې ترسره شوې او دوه مشرانو د یو لړ مسایلو په اړه خبرې اترې وکړې.

د دغې خبرپاڼې په یوې برخه کې راغلي دي:« ولسمشر جلالتماب اشرف غني او اجرائیه رئیس جلالتماب ډاکټر عبدالله عبدالله د نن ورځې له ماسپښین څخه وروسته په ولسمشرۍ ماڼۍ کې سره لیدنه وکړه.»

خبرپاڼه وړاندې کاږي:«په دغې ناسته کې چې په یوې صمیمانه فضا کې ترسره شوه،د هېواد پر مهمو سیاسي پېښو له یوې مثبتې روحیې سره بحث او خبرې اترې وشې.ولسمشر د ملي یووالي حکومت د ستنو پر ټینګوالي او پر ګډ کار ټينګار وکړ او د ملي یووالي حکومت پر وړاندې د شته ننګونو او فرصتونو حل لارې مطرحه کړې.»

په خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي چې د ملي یووالي حکومت مشرانو په دغې ناسته کې هوکړه وکړه ترڅو په راتلونکو اوونیو کې د ګډو ناستو په ترڅ کې له جدیت او ډېرې ځیرنې سره د سیاسي هوکړې په چوکاټ کې د چارو د لا ښه پرمخ بیولو لپاره بحث وکړي.

د افغان ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د پنجشنبې په ماسپښین د دویم ځل لپاره د ورو

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه