Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په کاپیسا کې د یو نښتې په ترڅ کې د چټک غبرګون د ۵ سرتېرو وژل کېدل

د کاپیسا ولایت ځايي چارواکي وايي چې د دغه ولایت د پولیسو د چټک غبرګون ۵ تنه سرتېري په تګاب ولسوالۍ کې له طالبانو سره د نښتې په ترڅ کې وژل شوي دي او پنځه تنه نور یې ټپيان شوي دي.

د کاپیسا د ولایتي شورا رییس محمد حسین سنجني وايي چې دغه سرتېري تېره ورځ (پنجشنبې په ورځ) د تګاب ولسوالۍ د شلوه‎کي، نورزخېل او مانبي خېلو کلیو د پاکونې پر مهال له طالبانو سره په مخامخ جګړه کې ټپي او ووژل شول.

ښاغلی سنجني زیاتوي چې په دغې نښته کې د طالبانو  ۱۵ تنه هم وژل شوي او ۷ تنه نور یې ټپيا شوي دي.

د کاپیسا د ولایتي شورا رییس همدارنګه ویلي چې په سیمه کې ځای ځای ډزې دوام لري او د امنیتي ځواکونو له خوا د سیمې د ارامولو لپاره هڅې روانې دي.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.  

شریک یي کړئ