Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له طالبانو سره د خوږیانو ولسوال لیده کاته

طلوع نیوز ته په یوې رسیدلې ویډیو کې ښکاري چې د ننګرهار ولایت د خوګیانو ولسوال، حاجي زلمی په یادې ولسوالۍ کې له وسله‎والو طالبانو د یوه فعال قوماندان سبحان الله سره لیدنه لري او ورسره غاړه غړۍ کېږي.

د ننګرهار د ولایتي شورا د غړو په وینا، د ننګرهار د خوږیاڼو ولسوالۍ له وسله والو طالبانو سره اړیکې لري او ورځ تر بلې د یادې ولسوالۍ امنېتي وضعیت مخ په خرابیدو دی.

د ننګرهار ولایتي شورا ځنې غړي هم د دولت د ولسوال له لوري د طالبانو سره د اړیکو یاده کوي.

د ولایتي شورا غړی، اجمل عمر څرګندوي:«په دغه ویډیو کې یو طالب قوماندان ښکاري چې هغه له دې ناستې لس ورځې مخکې په یو پوسته باندې یې برید وکړ او دولس سربازان یې شهیدان کړل. دا څه ډول نظام دی چې د یوه نظام مخالف چې سربازان یې وژلي او د نظام له برحاله ولسوال سره ګوري، که هر چا ته دا اختیار وي بیا دې ؛نو طالبان راځي او والي سره دې ښار کې ناستې کوي.»

قومي مشران نیوکه کوي چې د ننګرهار په یو شمېر ولسوالیو کې ولسوالانو د دولت وسله والو مخالفینو سره جوړ جوړي لري او قرباني یې ولس پریکوي.

قومي مشر، ملک شاه زمان زیاتوي:«په اکثریت ولسوالي کې ولسوالان د طالبانو د ولسوالانو سره هوکړه که کړې چې یو بل سره به غرض نه کوي او قرباني یې ولس ګوري. دا د ملت په سر پروژې رواني دي او بیګناه خلک مري، دې کې هېڅ شک نشته دی.»

د خوږیاڼو ولسوال، حاجي زلمی هم له وسله‎والو طالبانو سره لیده کاته مني او وایي، یو کال وړاندې د ولسوالۍ ودانۍ په درې سوه مترۍ کې د روغې جوړې په یوې جرګه کې یې له دې طالبانو سره لیده کاته شوي او سولې ته یې بللي وو.

دی زیاتوي:«د دې جرګې امنیت مونږ نیولی و، دا امنیتي ساحه وه او مونږ یې امنیت نیولی و. هر هغه څوک چې راغلی و مونږ یې امنیت نیولی و هغه که د دولت مخالف و او که پلوی؟.»

خوږیاڼي د ننګرهار هغه ولسوالي یادېږي چې ویل کېږي د ودانۍ په دوه کیلومېټرۍ کې یې وسله وال طالبان فعال دي او آن ځای ځای په رڼا ورځ د لارو تر غاړو د پلټنې پاټکونه هم لري.

شریک یي کړئ