Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د روسیې د پوځ په برید کې د داعش ډلې د مشر البغدادي د وژلو احتمال

روسیي رسنیو د دغه هېواد د ملي دفاع وزارت په حواله وايي چې ښايي د داعش ډلې مشر ابوبکر البغداي د روسي جنګي الوتکو په برید کې وژل شوی وي.

دغه ادعا تراوسه تأیید شوې نه ده؛ خو روسي ځواکونه په سوریه کې د داعش ډلې په وړاندې عملیات کوي.

د روسیې دفاع وزارت په یوې خبرپاڼه کې چې د جمعې په ورځ خپره شوې ویلي:«د هغو مالوماتو پر بنسټ چې له څو خواوو څېړل شوي دي، د داعش ډلې مشر ابوبکر البغداي، چې د روسي ځواکونو په یوه برید کې ووژل شو،همدارنګه د دغې ډلې له نورو غړو سره په یوه غونډه کې حضور درلود.»

له دې وړاندې ویل کېږي چې ابوبکر البغدادي د عراق په موصل ښار کې ژوند کاوه او د عراقي ځواکونو د عملیاتو له پیل څخه وروسته له هغه ځایه سوریې ته وتښتېد.

د روسیې ځواک وايي چې د هغوی جنګي الوتکو هغه سیمه په نښه کړې چې د داعش ډلې مشر ابوبکر البغدادي، هم حضور درلود.

Thumbnail

روسیي رسنیو د دغه هېواد د ملي دفاع وزارت په حواله وايي چې ښايي د داعش ډلې مشر ابوبکر البغداي د روسي جنګي الوتکو په برید کې وژل شوی وي.

دغه ادعا تراوسه تأیید شوې نه ده؛ خو روسي ځواکونه په سوریه کې د داعش ډلې په وړاندې عملیات کوي.

د روسیې دفاع وزارت په یوې خبرپاڼه کې چې د جمعې په ورځ خپره شوې ویلي:«د هغو مالوماتو پر بنسټ چې له څو خواوو څېړل شوي دي، د داعش ډلې مشر ابوبکر البغداي، چې د روسي ځواکونو په یوه برید کې ووژل شو،همدارنګه د دغې ډلې له نورو غړو سره په یوه غونډه کې حضور درلود.»

له دې وړاندې ویل کېږي چې ابوبکر البغدادي د عراق په موصل ښار کې ژوند کاوه او د عراقي ځواکونو د عملیاتو له پیل څخه وروسته له هغه ځایه سوریې ته وتښتېد.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه