Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له چین او پاکستان سره د سرحدي ستونزو د خبرو لپاره د هند چمتووالی

د هند حکومت چې په دې وروستیو کې یې له چین او پاکستان سره د سرحدي موضوعګانو له امله یې اړیکې سره ترینګلې شوي وايي چې نوې ډهلي چمتو ده چې د ډپيلوماټیکو حل لارو له لارې  له دغو دوو هېوادونو سره خپلو اختلافونو ته د پای ټکی کېږي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي چې د دغه هېواد پوځ چمتو دی چې خپل سرتېري د چین له سرحدي سیمو څخه بهر کړي، خو لومړی د دغو ننګونو د حل لپاره باید خبرې اترې وشوي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګوپال بګلي په دې اړه وویل:«تر هغه ځای چې سرحدي موضوعګانو په اړه اندېښنې شتون لري، زموږ د سفارتونو په ګډون زموږ ډیپلوماتیکې لارې پرانیستې دي چې باید له دغو حل لارو څخه کار واخیستل شي.»

په همدې حال کې هغه ټینګار کوي چې د کشمېر په اړه د هند دریځ روښانه دی، خو که‎چېرې پاکستان د خبرو اترو لپاره اجنډا لري، نوې ډهلي چمتو ده چې له اسلام اباد سره خبرې اترې وکړي.

ښاغلی ګلي زیاتوي:«د حکومت دریځ روښانه او استواره دی، موږ له پاکستان سره د کشمېر د موضوع په ګډون خبرو اترو ته چمتو یوو، خو باید ګډه اجنډا شتون ولري.»

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې هندي سرتېرې د چین سرحدي سیمو ته اوښتي وو، چې دغه کار د چین حکومت غصه راپارولې ده او تراوسه څو ځله یې د هند حکومت ته ګواښ کړی چې له خبرو اترو څخه پرته خپل سرتېري د چین له خاورې بهر کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه