تودی خبری
له TOLOnews څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
تودې خبرې: کابل کې د سولې لویې ناستې ترسره کېدل
افغان حکومت وايي چې له طالبانو سره د سولې لپاره د یوې سترې غونډې د کوربه توب لپاره چمتووالی نیسي او ټاکل شوې دا غونډه تر راتلونکو درېیو میاشتو جوړه شي.
د مالیې وزیر اکلیل حکیمي وايي چې دغه غونډه، د نړیوالۍ ټولنې د استازو له حضور سره د کړنلارې د نقشې د ترسیم او له طالبانو سره د عملي خبرو اترو د ګام پورته کولو د څرنګوالي لپاره جوړېږي.
د خپرونې مېلمانه:
• سیاسي فعال، میاګل وثیق
• سیاسي فعال، امین الله شارق
• د اجرائيه ریاست د ویاند مرستیال، جاوید فیصل
• ولسي جرګه کې د کونړ د خلکو استازی، صالح محمد صالح