د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ او قزاقستان د ولسمشر نورسلطان نظربایف په یوې ګډې اعلامیه کې راغلي دي چې ښاغلي ټرمپ د ترهګرو د بیا پټنځای د بدلېدو په مخنیوي کې د قزاقستان له مهمې ونډې ستاینه وکړه.
اعلامیه وړاندې کاږي قزاقستان، په افغانستان کې له داعش او طالبانو سره په جګړه کې د امریکايي سرتېرو په لوجستیکي ملاتړ کې خورا مهمه ونډه لرلې ده.
په اعلامیه کې راغلي دي چې ښاغلي ترمپ ویلي دي:«موږ همدارنګه د افغان ملکي متخصصانو د روزنې په برخه کې له قزاقستان څخه مننه کوو او د افغانستان د امنیت د پیاوړتیا لپاره د دغه هېواد د ولسمشر له ژمنې مننه کوم.»
په همدې حال کې، ولسمشر نظربایف وايي چې قزاقستان د افغانستان د ګاونډي په توګه هڅه کوي ترڅو دغه هېواد ثبات ته لاسرسۍ پيدا کړي.
هغه زیاته کړه:«تراوسه چې موږ له افغانستان سره بشرپاله او مسلکي مرستې کړې دي د هغوی ارزښت ۷۵ مېلیونه ډالره دي. له دې سره په ورته وخت کې، د قزاقستان دولت ۵۰ مېلیونه امریکايي دالره د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې لپاره هم لګولي دي.»
په دې اړه مو اندونه