د هېواد د کرېکټ د ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې د نړیوال جان په چوکاټ کې په خپلې درېیمې لوبه کې د ایرلنډ په وړاندې ماتې وخوړه خو دې ماتې افغانستان یې بل پړاو ته له تلو منعه نه کړ.
په دغې سیالۍ کې لومړی د توپ وهنې په برخه کې ایرلنډ لوبه پیل کړه او وتوانېدل چې په ۵۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۲۵ منډې جوړې کړي.
د توپ وهنې په برخه کې د ایرلنډ لپاره ټوکر ښه وځلېد او وتوانېد چې ۳۶ منډې ترسره کړي.
په مقابل کې د توت اچونې په برخه کې د هېواد د ملي لوبډلې لپاره قیس احمد او وفادار مهمند ښه وځلېدل او هر یوه د سیالۍ لوبډلې درې درې لوبغاړي وسوځول.
په ټول کې د هېواد ملي لوبډله د لوبې په وروستي اور کې د ټولو لوبغاړو له سوځېدو سره وتوانېدل چې ۲۲۱ منډې جوړې کړي.
د توپ وهنې په برخه کې د هېواد د کرېکټ د ۱۹ کلنو لوبډلې لپاره بهیر محبوب ښه وځلېد او وتوانېد چې ۳۴ منډې جوړې کړي په مقابل کې د سیالۍ لوبډلې لپاره د توپ اچونې په برخه کې ټوکر ښه وځلېد او وتوانېد چې د سیالۍ لوبډلې درې لوبغاړي وسوځوي.
د دغې لوبې په پای کې ټوکر د توپ وهنې او توپ اچونې په برخه کې د ښه ځلېدا له امله د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
له دې مخکې د هېواد د کرېکټ ملي لوبډلې د دغو سیالیو په لړ کې پاکستان او سریلانکا ته ماتې ورکړې وه.
افغانستان د ۲۰۱۶ کال په نړیوال جام کې د وروسي پړاو ګټوونکی شوی وه چې هغه مهال راشد خان د دغې لوبډلې یو مهم غړی وه.