د بريښنا شرکت چارواکي وایي چې په پکتیا ولایت کې به د ترکمسنتان له وارداتي بریښنا په لومړي ګام کې په دغه ولایت کې شاوخوا ۱۴زره کورنیو ته بریښنا ورکړل شي او په راتلونکې کال کې به له ارغندې تر پکتیا پورې د بریښنا د۲۲۰ ولټه مزي په اوږدو کې شاوخوا ۱۰۰زره کورنۍ له بريښنا برخمنې شي.
د دغه شرکت ویاند وايي چې تر پکتیا پورې د بریښنا د مزي د غځولو او د سبسټيشن جوړولو چارې د امریکا متحده ایالتونو په مالي مرسته پایته رسیدلې دي او ډېر ژر به د بریښنا د ورکړې لړۍ پېل شي.
د برېښنا شرکت ویاند، وحیدالله توحیدي وايي:«اوس مهال شته شبکې ته برېښنا ورکوو او راتلونکې کې به پراخ شي. اوسمهال څوارلس زره کورنۍ دي په ځدراڼو کې او په ګردیز کې به دا شبکه پراخه شي.»
اخوا که څه هم د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان وايي چې وارداتي بریښنا او د هغې ټېټه بیه به په پکتیا کې د پانګونې د ودې لاره اواره کړي، خو ټینګار کوي چې حکومت باید د خلکو لپاره بریښنا له ډاډمنو سرچینو برابره کړي.
اقتصادي کارپوه، عبدالواسع حیدري په دې اړه د اسې نظر لري:«څه موده مخکې ترکمنستان د هرات برېښنا پرې کړه او بیه یې دوه چنده زیاته کړه. دا د کمزورتیا ځای دی. موږ که وغواړو برېښنا تامین کړو نو باید نورو ارزانه سرچینو پسې وګرځو.»
د برېښنا شرکت د مالوماتو له مخې او سمهال د پکتیا ولایت یو شمېر خلک چې له بریښنا برخمن دي له حرارتي بریښنا ګټه پورته کوي چې د هر کیلو واټ په بدل کې شاوخوا پنځه دیرش افغانۍ ورکوي.
د دغه شرکت ویاند وايي چې د وارداتي بریښنا په ورکړې سره به د یو کیلو واټ بریښنا بیه پنځو افغانیو ته راټېته شي.