د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د حامد کرزي په هوايي ډګر کې د سوداګریزو ویزو د لومړني مرکز د پرانستې په مراسمو کې(دوشنبې د سلواغې۳۰مه) وویل چې بهرني پانګوال به نور په افغانستان کې د کار کولو لپاره ویزو پسې تر ورځو ورځو سرګردانۍ نه ګالي.
وروسته له دې هوايي ډګر کې بهرنیو پانګهوالو ته ویزه ورکول کيږي.
چارواکي وايي، د دغه مرکز په جوړیدو سره پانګوال کولی شي د نړۍ له ګوټ ګوټ نه د بهرنیو چارو وزارت ته اسناد وسپاري او افغانستان ته له رارسېدو سره سم درې کلنه ویزه ترلاسه کړي.
د سوداګرۍ وزارت د پانګونې او صنعت مرستیال، فیروزخان مسجدي وايي:«د ویزې ویش آسانتیا موخه د بهرنیو پانګهوالو هڅونه ده چې لا ډېره پانګونه وکړي او دا زمینه هغو ته برابره شوې چې افغانستان کې پانګهونې ته لیواله وي.»
په همدې حال کې په مالي او بانکي چارو کې د ولسمشر د سلاکار د اړیکو مسوؤل، سمیر رسا څرګندوي:«مخکې بهرني پانګهوالو ته داسې آسانتیا نه وه او له ستونزو سره مخامخ وو. پر سفارتونو ګرځېدل او له ستونزو سره به مخامخ وو.»
له بلې خوا برت دالټن لومړنی امریکایی پانګوال دی چې د هوايي چلند په برخه کې د فرصتونو د څېړلو لپاره افغانستان ته راغلی دی.
نوموړی په حامد کرزي هوایي ډګر کې د لومړنۍ ویزې په اخیستو سره وایي، د پانګونې په برخه کې آسانتیاوې په هېواد کې د پانګونو د ودې لپاره لاره اواروي.
ده زیاته کړه:«دا د افغانستان لپاره د پرمختګ یو ګام دی، دا ټیک هغه څه ته ورته دي چې ما د سیمې په نورو هېوادونو کې تجربه کړي دي . دا یو ډیر ښه ګام دی.»
اخوا د سوداګرۍ او صنایو خونه وایي، د هېواد په اوسني وضعیت کې چې بهرنۍ پانګونې مخ پر کمیدو دي. د پانګونې نورې آسانتیاوې د بهرنیو پانګونو له زیاتوالي سره مرسته کولای شي .
د سوداګریو او صنایعو خونو عامل رئیس، عتیق الله نصرت زیاتوي:«له بده مرغه چې د تېرو دوو کلونو په پرتله زموږ پروګرامونه د بهرنیو پانګونو په برخه کې کمې شوې وې.»
د ویزې د اخیستو په برخه کې ستونزې په هېواد کې د بهرنیانو د پانګونې او کارو بار پر وړاندې یوه ننګونه وه، خو د ملي یووالي حکومت هڅه کوي چې په دې برخه کې د زیاتو آسانتیاو په رامنځه کولو سره پانګوال افغانستان کې کاروبار ته وهڅوي .