د مېرمن ډیوي کورنۍ تېره ورځ (شنبې د کب په ۵ مه) اعلان وکړ چې هغه په دوبۍ کې د زړه د حملې له امله د ۵۴ کلنۍ په عمر مړه شوه.
سري ډيوي له ۴ کلنۍ څخه د سینما هنر ته مخه کړه او په ۵۰ وروستیو کلونو کې، د هند یوه له مشهورو ستورو او په بالیووډ کې لومړنی ښځینه نامتو ستورې شمېرل کېده.
سري ډيوي په ۱۹۹۷ زیږدیز کال کې له دغه هنر څخه واټن واخیست. هغه د هند فلمي صنعت د غړو له خوا د ځانګړي استعداد لرونکې لوبغاړې پېژندل شوې ده.
هغې په ۲۰۱۲ زیږدیز کال کې د «اینګلیش وینګلیش» په فلم کې بیا سینما ته مخه کړه.
هغې په څه باندې ۱۵۰ فلمونو کې کار کړی وه.
خدا ګوا، چاندني، لمحې، مسټر انډیا او نګینه فلمونه د هغې له غوره او نامتو فلمونو څخه شمېرل کېږي.
نوموړې پر هندي فلمونو سربېره د هندوستان په تامیل، تلیګ، ملایم او کنناډا ژبو فلمونو کې هم رول لوبولی دی.