Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

مرکزي بانک د تورو پیسو چلښت مخنوي هڅې کوي

مرکزي بانک د هېواد پیسو نظام کې د تورو پیسو چلښت مخنوي لپاره د مهمو پروګرامونو د پلې کولو خبر ورکوي.

وروسته له دي چې اوه میاشتي مخکې د نړۍ مالي اقداماتو بنسټ یا «فتف» د افغانستان نوم د خړ نوملړ څخه ویست او افغانستان د نړۍ له بانکونو سره د راکړې ورکړې اجازه ترلاسه کړه، اوس باید د هغو پیسو د چلښت مخنیوی وکړي چې د غیر قانونو لارو ترلاسه کيږي او د ترهګرو ملاتړو سرچینو سره مبارزه وکړي.

د مرکزي بانک لومړی مرستیال، واحدالله نوشېر وايي:«د خړ نوملړ څخه ویستل آسانه کار نه دی، نو باید د حالت ښه والي په موخه هڅې وشي او موږ په دې برخه کې پروګرامونه لرو.»

خو اوس مهال له افغانستان سره د ګاونډیو هېوادونو شریکې پولې په ځانګړې توګه پاکستان چې د ترهګر پر ملاتړ هم تورن دی او د پیسو غیر رسمي ليږد کانالونه او دپاکستاني کلدارو چلند به ستونزې جوړې کړې.

د بانکونو ټولنې رئیس، نجیب‎الله امیري وايي:«د هېواد پیسو نظام برېښنايي کولو لپاره کار وشي او باید د کسانو پېژندګلوي لپاره کار وشي ځکه چې اوس د بانکونو مشتریان یو کس څو تذکرې لري او پېژندګلوي یې ستونزمنه ده.»

په همدې حال کې د یادې ټولنې غړي په دې نظر دي چې د هېواد پولي سیسټم کې سموونو سره به نړیوال پر بانکې سیستم باور زیات کړي.

په همدې حال کې د بانکونو اتحادیې ټولنې چارواکي وايی چې مرکزي بانک د پیسو لېږد سیسټم معیاري کول او د پیسو راکړې ورکړې لړۍ برېښنايي کړي

شریک یي کړئ