په روسیه کې نن(یکشنبې د ۲۷مه) د ولسمشرۍ ټاکنې د دې هېواد له ختیځه پیل شوې چې ښکارې پوتین مخکښ دی.
دغه ټاکنې لومړۍ د روسیې په ختیځ کې پیل شوې او اوس په مسکو ښار کې خلک د رایه ورکولو مرکزونو ته روان دي.
په دغو ټاکنو کې که څه هم د ولادیمیر پوتین د بریا په اړه هیڅ شک نشته خو مهمه خبره د رایه ورکوونکو د شمېر په اړه ده چې دا ځل به څومره روسان په دغو ټاکنو کې ګډون کوي.
د روسیې په دغو ټاکنو کې د پوتین ترڅنګ اوو تنو ځانونه نوماند کړي دي.
ښایې په دې ټاکنو کې دکمونست ګوند نوماند، پاول ګرودین سلنه رایې او خبریال کسنیا سوبچاک ۲سلنې رایې خپلې کړې.
د روسیې د ټاکنو په اړه په یوه نظر پوښتنه کې چې د ګالوپ موسسې لخوا ترسره شوې وه ښیې چې ۸۰ سلنه خلک د پوتین له مشرۍ څخه خوښ دي، خو بلخوا یوازې ۴۰ سلنه خلک پر ټاکنو باور لري.
ویل کېږي چې د پوتین مخالفه سیاسي څېره چې ښايي له پوتین سره یې نېږدې سیالي کړې وی، الکسي ناوالني وه، خو په ټاکنو کې د ګډون اجازه نه ده ورکړل شوې ده.
پر ده دوسیو جوړولو تور لګېدلی وه.
۶۵ کلن پوتین د ۱۹۹۹ کال راهیسې روسیه کې کله هم د ولسمشرۍ او کله هم د لومړي وزیر په څوکۍ کې پر واګي دی.
د روسیې د قانون پر بنسټ کوم کس چې په ټاکنو کې بریالی کېږي، شپږ کاله به پر روسیې حکومت کوي.