د هېواد ملي دفاع وزارت د خبرپاڼې په خپرولو سره نن(شنبې د وري۴مه) وايي چې افغان ځواکونو پوځي عملیاتو په ترڅ کې تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۱۴ داعش ډلې غړو په ګډون ۴۸ ترهګر وژل شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې په دې موده کې ۳ تنه وسلهوال ټپیان شوي او ۱۳ تنه نور نیول شوي دي.
دا عملیات د ننګرهار، کنړ، پکتیا، کندهار، میدان وردګ، ارزګان، زابل، فراه، بادغیس، غزني، فاریاب او هلمند ولایتونو کې ترسره شوي چې افغان ځواکونو په دې عملیاتو کې له توپچي او هوايي ځواک څخه کار اخیستی دی.
خبرپاڼه زیاتوي، د ننګرهار په سرهرود ولسوالۍ ې ۱۴ داعشیان وژل شوي او ۳ تنه د افغان ځواکونو لاسته لوېدلي دي. همداراز د هلمند په ترینکوټ کې ۱۱ وسلهوال وژل شوي او پټنځای یې هم له منځه تلی دی، د فراه پشت کوه ولسوالۍ کې ۹ ترهګر وژل شوي دي او ۸ نور نیول شوي دي. خبرپاڼه د غزني په قره باغ او ګیرو ولسوالیو کې ۶ وسله وال وژل شوي او ۳ ټپيان شوي دي.
خبرپاڼه د کندهار ولایت په خاکریز او شاهوليکوټ ولسوالیو کې د افغان پوځیان عملیاتو په ترڅ کې د ۳، د پکتیا په زرمت کې د ۲، د کنړ په څوکۍ کې د یوه تن وسلهوالو له وژل کېدو خبر ورکوي، او زیاتوي چې د میدان وردګو په سیدآباد ولسوالۍ کې یو تن ترهګر نیول شوی دی.
خبرپاڼې افغان ځواکونو ته د احتمالي اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي.