Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

چین لومړنۍ اوټوماټیکه طبي دستګاه جوړه کړې

چین د لومړي ځل لپاره یوه طبي دستګاه جوړه کړې چې په اوټوماټیکه توګه کار کوي او کولای شوي چې د وینې ژونکۍ (حجرې) کښت او د هغه پایله په ډېر لږ وخت کې څرګنده کړه.

دا دستګاه د ازموینې په پړاو کې بریالۍ شوې ده.

د دغې دستګاه مهمې اجزاوې انګوبیټور، د مایع د لېږد شپږ ستر سیسټمونه، له انلان دستګاه سره نښلول شوی مایکرسکوپ دي.

دغه دستګا د نورو دستګاو په پرتله لږ لګښت او کم وخت ته اړتیا لري او د ازموینې پایله هم له لوړ اعتبار څخه برخمنه ده.

په چین کې د ګوانګژو روغتیايي انسټېټیوټ مشر پي ډوانکینګ په دې اړه وویل:«د بلېګې له اخیستو او تر زېرمه کولو، ټول بهیر کولای شي په خپل سرې(اوټوماټیکې) توګه ترسره کړي په ځانګړې توګه د ژونکی د کښت د محلولونو د بدلون بهیر.»

د هغه په وینا، ژونکۍ کولای شي په خپل سر بیا جوړې شي او یا هم په څو نورو ژونکیو (حجرو) بدلې شي په داسې حال کې چې خپل اصلي خاصیت ساتي.

ښاغلي پي همدارنګه زیاته کړه:«اوس د هیموپویټیک ژونکۍ په پراخه کچه کارول کېږي. دغه حجرې ډېر ژوندونه ژغورلي دي. د وینې په سرطان ډېری اخته کسان د دغو ژونکیو په مرسته خپل ژوند ته دوام ورکوي.»

ساینس پوهان وايي چې دغه دستګاه د نورو دستګاو په پرتله له لږ لګښت او کم وخت ته اړتیا لري او د هغه د ازموینې پایله هم د اعتبار وړ ده.

شریک یي کړئ