Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په پکتیا کې د رایه ورکوونکو د نوم‎لیکنې ۲۹ مرکزونه تړلي پاتې دي

په پکتیا کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د ولایتي دفتر مسوولین وايي چې د امنیتي ګواښونو له امله د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې په ټاکنو کې د ګډون لپاره د نوم‎لیکنې ۲۹ مرکزونه تړلي دي.

په پکتیا کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د سیمه‎ییز دفتر رییس محمدظاهر اکبري وايي چې یوازې د زرمت په ولسوالۍ کې د پنجشنبې په ورځ د نوم‎لیکنې څلور مرکزونه پرانیستل شول.

هغه زیاته کړه:«هغه مرکزونه چې په دغه ولایت کې تړلي دي، یوازې د امنیتي ګواښونو له امله دي.»

زرمت  د پکتیا یوه ناامنه ولسوالۍ ده چې د دغه ولایت نیمايي نفوذ او مساحت جوړوي او تېره ورځ په دغې ولسوالۍ کې د ټاکنو لپاره د نوم‎لیکنې یوازې څلور مرکزونه پرانیستل شول.

خو د پکتیا والي وايي د دې ولایت په زرمت ولسوالۍ کې د عملیاتو له ترسره کېدو وروسته به د نوم‎لیکنې ټول مرکزونه پرانیستل شي.

د پکتیا والي شمیم خان ګټوازی وايي:«د نوم‎لیکنې د زمینې د برابرولو لپاره زموږ هڅې روانې دي او موږ کوښښ کوو ترڅو ټولې سیمې د نوم‎لیکنې د مرکزونو د پرانیستو لپاره چمتو شي.»

په همدې حال کې د پکتیا اوسېدونکي د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراکانو په ټاکنو کې د کډون لپاره د نوم‎لیکنې په بهیر کې د خلکو ګمرنګه ګډون لوی لامل په دغه ولایت کې امنیتي ګواښونه بولي.

په ورته وخت کې په پکتیا کې د ټاکنو د څار یو بنسټ اندېښنه لري چې د کاغذي تذکرو په وېش کې فساد روان دی. دوی وايي د ښځینه کارکوونکو نشتوالی د دې لامل شوی چې خلک د جعلي تذکرو جوړولو ته مخه کړې او په ښځینه تذکرو کې د جعلي انځور په لګولو سره استعفاده کوي.

په پکتیا کې د فیفا بنسټ مسوول احسان الله حمیدي په دې اړه وویل:«بنسټیزه ستونزه د پېژندپاڼو په برخه کې ده چې ښځې په مرکزونو کې نشته؛ کارکوونکي جعلي عکسونه له انټرنېتي پاڼو ترلاسه کوي او پر پېژندپاڼو یې لګوي.»

د پکتیا د ټاکنو خپلواک کمېسیون د چارواکو د شمېرو له مخې تراوسه په دغه ولایت کې شاوخوا ۴۸ زره کسانو نوم‎لیکنه کړې ده چې د ۱۲ زره شاوخوا یې مېرمنې دي.

په پکتیا کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون سیمه ییز دفتر چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د ۲۹ تړلو مرکزونو له ډلې ۲ یې په مرکز ګردیز ښار کې دي.

شریک یي کړئ