Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

یاسیني: ننګرهار کې پر جعلي پېژندپاڼو سټيکر لګول کېږي

ولسي جرګه کې د ننګرهار ولایت استازی، میرویس یاسیني ادعا کوي چې د دې ولایت د نوم لیکنې یو شمېر مرکزونو کې پر جعلي پېژڼدپاڼو سټیکر لګول کېږي.

ښاغلي یاسیني دوشنبې د غبرګولي پر ۷مه کابل کې د یوې خبرې ناستې په ترڅ کې دا مطلب څرګند کړ او زیاته یې کړه چې په کامې ولسوالۍ کې پر دې پېژندپاڼو سټیکر لګول شوي دي:«دوه نومندان تللي دي چې ګوري کارکوونکي پر جعلي پېژندپاڼو سټيکر لګوي. د دوی د خبرې له مخې تېره ورځ ۶۰ جعلي تذکرو باندې  لګول شوي دي او پر ۲۵۰ هم دوه ورځې مخکې.»

ښاغلی یاسیني وايي که دا بهیر همداسې مخې ته ولاړ شي نو راتلونکې ټاکنې به له درغلیو ډکې وي:«باید ټول کسان ونیول شي او ترې پوښتنې وشي.»

په همدې حال کې د نفوسو د احوالو ثبت اداره وايي دا موضوع به په جدي توګه وڅېړي.

د دې ادارې ویاند، روح‎الله احمدزی وايي:«که د څېړنې پایلې دا موضوع ثابته کړي نو موږ له به خپلو کارکوونکو سره قانوني چلند وکړو.»

په همدې حال کې د نفوسو د احوالو ثبت اداره وايي چې د جعلي پېژندپاڼو موضوع به په جدي توګه وڅېړي

شریک یي کړئ