Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په کندز کې د نوم لیکنې ۱۲۰ مرکزونه تړلي دي

په کندز کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون سیمه‎ییز دفتر وايي چې په دغه ولایت کې د نوم‎لیکنې د ۲۲۰ ولایتونو له ډأې ۱۲۰ مرکزونه د ناامنیو له امله تړلي دي.

د دغه کمېسیون په وینا، دغه وضعیت د پارلماني او ولسوالیو شوراګانو احتمالي نوماندان اندېښمن کړي دي.

په کندز کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دفتر رییس رسول عمر وویل چې له دې ډلې د دغه ولایت په درې ولسوالیو، قلعه ذال، کلباد او ګل تپې کې مرکزونه هېڅ پرانستل شوي نه دي.

ښاغلي عمر زیاته کړه:«اوس په کندز کې څه باندې ۱۲۰ مرکزونه تړلي دي. موږ له امنیتي ځواکونو سره په دې اړه غونډې لرلې ترڅو د دغو مرکزونو د پرانیستو او د امنیت تامین لپاره پوځي عملیات ترسره کړي.»

د دغه ولایت اوسېدونکي وايي چې د هغوی غوښتنه په دغه ولایت کې د نوم‎لیکنې د ټولو مرکزونو پرانیستل دي.

د کندز اوسېدونکی علي وايي:«ما په ټاکنو کې د ګډون لپاره نوم‎لیکنه وکړه.»

د کندز اوسېونکې ستاره هم څرګنده وي:«له حکومته زموږ غوښتنه دا ده ترڅو د نوم‎لیکنې د مرکزونو په وړاندې ستونزې لیرې شي.»

د کندز د ټاکنو کمېسیون رییس په دغه ولایت کې د ټاکنیزو کارکوونکو پر امنیتي حالت اندېښنه لري او له دولته غواړي په نا امنو سیمو کې عملیات وکړي.

اخوا د کندز د امنیه قومندانۍ ویاند وايي دولت غواړي ډېر ژر به په نا امنو سیمو کې پوځي عملیات وکړي.

د کندز د امنیه قومندان ویاند انعام الدین رحماني په ډاګه کړه:«موږ د هغو سیمو لپاره چې تر لوړ ګواښ لاندې دي خپل امنیتي تابیاوې نیولي دي. د سیمې د خلکو له غوښتنې سره موږ امنیتي ځواکونه په هغه ځای کې ځای پر ځای کوو ترڅو خلک وکړای شي نومونه ولیکي.»

دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د شمېرو پر بنسټ، تراوسه څه باندې ۴ مېلیونه او ۲۰۰ زره تنو په ټاکنو کې د ګډون لپاره نوم‎لیکنه کړې ده.

په کندز کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د سیمه‎ییز دفتر مشر وايي اوس‎مهال د رایه ورکوونکو د نوم لیکنې له ۲۲۰ مرکزونو څخه ۱۲۰ یې نه دي پرانستل شوي.

شریک یي کړئ