Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانستان تاریخي فرصت

نړۍ په افغانستان کې د وري د شپاړسمې (اپرېل ۱۵) نېټې بریالی ټاکنې وستایلې او نږدې اوو (۷) ملیونو هغو نارینه او ښځو ته يې مبارکي وویله چې په خورا زړورتیا د طالبانو لخوا د ګواښونو او سړې هوا سره سره په اوږدو کتارونو کې ودریدل او خپله رایه يې وکاروله. افغانانو په ډېر ویاړ د خپل هېواد د روښانه راتلونکي په تمه خپلې رنګ شوي ګوتي ښکاره کړې او په بشپړه توګه يې د افغانستان لپاره د طالبانو تش او بی ثمره ليدلوری رد کړ. افغان ملي امنیتي ځواکونو د خلکو او ټاکنو امنیت د ساتنې په موخه خورا ښه دنده ترسره کړه. ټاکنيزو کمېسيونونو د ټولټاکنو بهير اداره، اړونده شکایتونه یې وڅیړل او ټولو افغانانو ته د منلو وړ پایلو د اعلانولو لپاره يې سخت کار وکړ. افغانان د ټاکنو په لاسته راوړنو باندې وياړي، او ښايي هم چې وویاړي.

اوس یو ځل بیا، په راتلونکو ورځو کې د ټاکنو له دوهم پړاو سره د افغانستان خلک له یوه بېساري تاريخي فرصت سره مخامخ دي ترڅو یو نوي پېر ته ننوځي. دغه بهیر نوماندانو، د هغوی پلویانو او د افغانستان ټاکنیزو او امنیتي بنسټونو ته یو دروند مسئوولیت ورسپاري. بریالیتوب به هغه "پایله " وي چې افغانان يې په پراخ ډول ومني، دا هېواد یو موټی کړي او د داسې ولسمشر د ټاکنې لامل وګرځي چې ښې حکومتدارۍ او مشرۍ ته ژمن وي. دغه پایله به د افغانستان اوږد مهاله پرمختګ او هغه ملاتړ ته لاره خلاصه کړي چې امریکا متحده ایالات او ملګري يې د برابرولو غوښتونکي دي. هغه پایله چې ځانځانۍ، شخړي او اوږدمهاله بې ثباتۍ زیږوي، د پرمختګ او ملاتړ ساتنه به خورا ستونزمنه کړي. هیڅوک باید د راتلوونکو اونیو ارزښت کم ونه ګڼي.

مونږ د دواړو نوماندانو څخه غواړو څو خپلو پلویانو او ټاکنيزو کمپاينونو ته لارښوونه وکړي چې د هر ډول درغلیو څخه ډډه وکړي. درغلۍ هرومرو بربنډېږي او د هغو کسانو اعتبار چې په درغلیو کې ښکېل وي کمزوره او زیانمن کوي. موږ یوځلي بیا پر دواړو نوماندانو غږ کوو چې د ټاکنیزو کمیسیونونو او د دوی له دندو ملاتړ وکړي او د اثباتیه مدارکو پرته له نيوکو څخه ډډه وکړي. مونږ همدارنګه په درنښت سره دواړه نوماندان هڅوو ترڅو د تفرقې اچوونکو پیغامونو او یا هم پر شخصیتونو د منفي کلماتو له کاروني ډډه وکړي. افغانان غواړي چې د هغوی راتلونکی ولسمشر افغانستان یو موټی کړي.

حکومت، ټاکنيز او امنیتي بنسټونه ښايي په هره کچه د خپلو دندو په اډانه کې مسلکي او بې پرې کار وکړي. د ټاکنو اعتبار، د کمېسيونونو، امنیتي وزارتونو او ځواکونو په کړنو پورې تړاو لري ترڅو دوی خپل مسولیتونه په بې پرې توګه، بې پلوه او له سیاسي نفوذ پرته ترسره کړي. د افغانستان د خلکو د باور راجلبولو لپاره د ټاکنو پر مهال د کمېسيونونو په چارو کې روڼتیا حیاتي ارزښت لري. سربېره پر دې باید وویل شي چې، په یادو بنسټونو کې هر ډول درغلۍ به ټولو ته څرګندې شي.

موږ هیله من یو دواړه نوماندان چې د خپل هیواد راتلونکې په دې بیسارې وخت کې په خپلو لاسونو کې لري، د یوې داسې پایلې په لټه کې نه وي چې هر څه خپل وبولي، زمونږ تمه دا ده چې هغوی او پلويان يې د يو بل منلو او د ملي یووالي فرهنګ ته دود ورکړي. دا چاره د افغانستان د پرمختګ لپاره اړينه ده. په همدې توګه، هغه نوماند چې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې نه بریالی کېږي، کولای شي خپله مشري د پایلو په منلو او د يوه سوکاله افغانستان په رامنځته کولو کې د نوي ولسمشر سره په ګډون او مشارکت باندې څرګنده او ثابته کړي.

نوی ولسمشر به د افغانستان د ستونزو سره د مبارزې په موخه بريالي ټاکنې او د امنيتي تړون ژر تر ژره لاسليک ، چې دواړه نوماندان يې ملاتړ کوي، د کلک بنسټ په توګه له ځانه سره ولري. په دغه بنسټ کې به د افغانستان د امنيتي ملي ځواکونو د ځواکمنتيا لپاره اوږد مهاله ملاتړ، او د افغانستان د راتلونکې لپاره اړينې اقتصادي او پراختیايي مرستې شاملې وي.

د امريکا متحده ايالتونه تمه لري، د نوي ولسمشر سره چې افغانان يې د يوه معتبر، هر اړخيز او رڼه بهير له لارې ټاکي، کار وکړي. دا د افغان رأیې ورکوونکو مسئوولیت دی چې په هماغه ژمنتیا چې د وري په شپاړسمه (اپرېل ۱۵) نېټه يې درلوده د رأيې ورکولو مرکزونو ته لاړ شي. هر افغان چې د غبرګولي په څلورويشتمه ( د جون ۱۴) نېټه دا چاره ترسره کوي، د داسې هوډ څرګندونه کوي چې د يوه غوره، سوکاله او ځواکمن افغانستان پر لور د سترې هيلې کړکۍ پرانيزي.

د افغانستان تاریخي فرصت

نړۍ په افغانستان کې د وري د شپاړسمې (اپرېل ۱۵) نېټې بریالی ټاکنې وستایلې او نږدې اوو (۷) ملیونو هغ

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه