Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د امریکا ولسمشر بارک اوباما

ښاغلی ولسمشر اوباما،

د افغانستان د خلکو په تیره بیا د هیواد د ځوانانو په استازیتوب چې زموږ د نفوس ستره برخه جوړوي، له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته د افغانستان او امریکا ترمنځ د مشارکت د پياوړتیا لپاره موږ دا لیک لیکو.

د تیرو ۱۲ کلونو په اږدو کې افغانستان په بیلا بیلو برخو لکه امنیت، بیارغونه، اقتصاد، بشري حقونو او امنیتي ځواکونو د جوړښت او پياوړتیا په برخو کې د پام وړ لاسته راوړنې لرلې دي. د افغان ټولنې په هره برخه کې پرمختګونه شوې، چې دا د امریکا او نړیوالې ټولنې د قربانیو او همکاریو پرته ممکنې نه وې.

له شک پرته دا مشارکت او ټولې لاسته راوړنې په آسانه توګه نه دي ترلاسه شوې، بلکه په دې موده کې ډیرو کسانو په دې لار کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته د ټولو چارو د مسوولیتونو په ترلاسه کولو سره غواړو امریکا په راتلونکو کلونو کې له افغانستان سره نږدې اړیکې ولري. موږ باور لرو چې زموږ نږدې دوستي افغانانو ته جدي اهمیت لري او د سیمې او نړیوالې سولې په پياوړتیا او د افغان ملت په خوندیتوب کې به مهم رول ادا کړي. دا مهمه ده، ځکه زموږ ګډې لاسته راوړنې لا هم حساسې دي چې د نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه د امریکا په نشتوالي کې پخواني حالت ته د تلو امکان لرې نه دی.

له همدې امله موږ په شدت سره ددوه اړخیزې امنیتي موافقې ملاتړ کوو چې تیره میاشت د ولسې جرګې لخوا تایید شوه او بې له ځنډه یې د لاسلیک تمه لرو. زموږ غږ د مذهبي او سوداګریزو مشارنو په ګډون د ټولو افغانانو د غږونو منعکس کوونکی دی، څوک چې د هیواد د راتلونکي په اړه انديښنه لري او د امنیتي موافقې د ژر وروستي کیدو غوښتونکي دي.

موږ له ستاسو ولسمشر څخه غواړو چې د یوې آزادې او ولسواکې راتلونکې په تړاو د افغانانو د واقعي آرمانونو په اړه له خپل ملاتړ څخه ډاډ راکړﺉ. د راتلونکو کلونو د پایې او اساس په توګه به افغانستان په راتلونکو کلونو کې سیاسي او امنیتي لیږد پوره کړي. دا چې امریکایان په سختو کلونو کې له موږ سره ملګري و، هیله من یو په دې کال کې هم ترڅو موږ د لېږد یوه ستونزمنه دوره پوره کړو او نور هم پر ځان بسیا شو، له موږ سره ملګرتیا وکړي.

په درنښت،

دا لیک د افغانستان د مدني ټولنو د مشرانو لخوا لاسلیک شوی دی.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما

ښاغلی ولسمشر اوباما،د افغانستان د خلکو په تیره بیا د هیواد د ځوانانو په استازیتوب چې زموږ د نفوس س

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه