Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د پاکستان استخباراتي سازمان ستراتېژيکې ژورتیا د دې هېواد ملت یې ناکام کړی دی

د یوې افغانې په توګه، د پېښور په یوه ښوونځي کې د ماشومانو وحشیانه وژنه زما لپاره د بې ګناه وو افغانانو د ورځنۍ وژنې یادوونکې ده چې د همدغې ترهګرې ډلې له خوا د تېرو ۱۰ کلونو په ترڅ کې وژل شوي دي.

د هغو پېښو په اړه چې پېښ شوي دي د ورځپاڼو او ټولنیزو سایټونو په لوستلو سره د ډېرو وړاندیزونو او رپوټونو سره مخ شوم چې زه یې دې ته اړ کړم تر څو خپل افکار له افغان وطنوالو او د پاکستان له ځوانانو سره شریک کړم.

زه د ۱۹۸۰ کال په تاوتریخوالو او شخړو کې په کابل کې لویه شوم، ددې تر څنګ چې د هماغې وخت حکومت د شوروي اتحاد د ملاتړ په درلودو محکوم کېده. د بیګناه کسانو د وژلو خبر په ډېره ټیټه کچه د اوسپنیزو پردو هغې خواته ته. مجاهدین سپېڅلي جنګیالي ول او لوېدیځ هغوی د خپلواکۍ د مبارزانو په توګه ګڼل او هغوی یې ستایل.

هېلاري کلننټون دا حقیقت منلی چې د سړې جګړې په لړ کې د امریکا متحده ایالاتو په پاکستان کې د حقاني ډلې په څېر ډلو څخه مالي ملاتړ کړی د دې تر څنګ چې د حقاني ډلې د بیګناه افغان وګړو د وژنې پړه پر غاړه اخیستې خو تر اوسه هم په پاکستاني سیمو کې د پوره آزادۍ په درلودو سره تګ راتګ کوي.

کوم څه چې ما ډېره زوروي هغه داده چې د پاکستان رسنۍ هغه ترهګره ډله چې په پېښور کې یې په یو ښوونځي برید وکړ د ملیت پر بنسټ نوموي.

د پاکستاني چارواکو له خوا د ترهګرو ډلو پېژندنه دا په ډاګه کوي چې تر اوسه هم هند د افغانستان په استراتژیکې ژورتیا کې د پاکستان د سیاست پرېکړه نیوونکی دی.

که چېرې د پاکستان دولت او د پاکستان استخباراتي سازمان وغواړي چې په سیمه کې د دې هېواد ګواښ ته د پای ټکی کېږدي، هغوی پرته له دې چې د طالبانو په څېر تروریستي ډلو په اړه خپلو افکارو او همدارنګه اوسني روایتونو ته بدلون ورکړي بله لاره نه لري.

د ښه او بد طالب، افغان او پاکستان، ځوان او زوړ تر نومه لاندې هېڅ څیز هم شتون نه لري او د دې ډلو نه هم هېڅ یو پر بل باندې نفوذ نه لري، مونږ ټول د ترهګریزو کړونو ښکار شوي یو.

ښاغلي سفیر، حسین حقاني نن په خپله مقاله کې په ډېر ځیر سره دې ته اشاره کړې وه چې " په پېښور کې د نن ورځې وحشیانه برید د جهادیانو د یوې ډلې د ناسمې کړنې ښکارندويي کوي او نور یې په خپل ځای کې ساتلي دي" نو له همدې کبله د پاکستان استراتژیکه ژورتیا ناکامه شوې ده. زما پلار، ډاکټر نجیب الله چې د افغانستان پخوانی ولسمشر وو په خپلې یوې بیانيې کې پاکستان ته ویلي ول چې هغه اور چې پاکستان د افغانستان لپاره لګولی دی، د وخت په تېرېدو سره به سیمه او وروسته ټوله نړۍ ونیسي.

د طالبانو په پنځه کلن او لنډ حکومت کې؛ د پاکستان استخباراتي سازمان فکر وکړ چې بریالی شوی دی، خو وروسته نه یوازې د پاکستان استخباراتي سازمان بلکه مونږ ټول بایلونکي شوو. موږ بایلونکي شوو ځکه چې زموږ راتلونکی نسل باید په وېره کې ژوند وکړي او د هغې کرکې او وحشت قرباني شي چې په افغانستان، پاکستان او هند کې شتون لري.

د پاکستان د رهبرانو لپاره تر ټولو اړینه داده چې په تاریخي او حساس وخت کې، یوازې د وېرې پر بنسټ فیصله ونه کړي بلکې باید د سیمې د راتلونکې لپاره پرېکړه وکړي. هغوي باید طالبانو او نورو ترهګرو ډلو ته ځای ورکونه او د هغوي څخه ملاتړ ته د پای ټکی کېږدي.

په کابل، پکتیا، هلمند او کنړ کې د ښوونځي یو ماشوم د هغه ماشوم سره چې په پېښور، کویټه او یا کراچۍ کې ښوونځي ته ځي هېڅ توپیر نه لري. هغوی یوه هیله لري او هغه روزنه ده چې هغوی ټولو ته باید یو ډول فرصت ورکړل شي.

غواړم د پاکستان ښاریانو او ځوانانو ته ووایم چې تاسو یوازې نه یاست، زما په څېر ډېری افغانان دي چې ستاسو په درد، وېره او غم کې شریک دي. کله چې پنځه کلنه وم، زما د لومړي ټولګي ښوونکې چې د ۸ میاشتو امیندواره وه د خپل یوه پنځه کلن زوی سره په ۱۹۸۲ کال کې په یوې چاودنه کې ووژل شوه.

په ۱۹۸۸ کال کې خپل یو بل ۱۱ کلن ملګری مې د بمب اېښودنې په چاودنه کې له لاسه ورکړ. د یوه ماشوم په توګه، ډېری شپې په خوب کې وېرېدم چې دا پېښه چې شاه ته پېښه شوه، ماته هم کولای شي پېښه شي؛ د کورنۍ هغه غړي مې له لاسه ورکړل چې د هغوی مړینه هم د پاکستاني رهبرانو د وژنې په څېر، پټه پاتې شوه.

حتا نن، درې لسیزې وروسته په ۲۰۱۴ کال کې طالبان ډېری ماشومان او ځوانان په پکتیکا، استقلال لیسې او هلمند کې وژني. د همدې لپاره کولای شم ووایم چې یوازې زما په څېر افغانان، د هغه کورنیو په درد پوهېږي چې په پېښور کې یې د خپل کورنۍ غړي او ملګري له لاسه ورکړي.

که داسې یو ملت وي چې ستاسو په درد، غم، غوسه او وېره پوه شي هغه افغانستان دی، ځکه چې د استراتژیکې ژورتیا څخه لسیزې وروسته، د افغانستان نوی نسل لاتر اوسه هم د ترهګریزو اعمالو په ترڅ کې وژل کېږي.

په دې د خپګان او غم څخه ډک وخت کې هیله لرم په دې باندې چې ولې دا پېښه تاسو ته رامنځته شوې، لږ څه ژور فکر وکړئ.

هیله لرم پوه شئ چې د پاکستان استخباراتي سازمان او د پاکستان چارواکو ناسم سیاست څه ډول، مونږ مساویانه ټپي کړې یو. زه د هغې ورځې په هیله یم چې په سیمه ییز سیاست کې د اړتیا وړ بدلون پېژندنه ستاسو د سیاستمدارانو د چلند د بدلون لامل هم وګرځي.

زه هیله لرم چې دا بدلون د اور د وژنې لامل وګرځي لکه څرنګه چې زما پلار ویلي وو، تر څو راتلونکي نسلونه وکولای شي په سوله کې ژوند وکړي. زه د خپلو تجربو څخه پوهېږم چې ستاسو زړونه به تر راتلونکو کلونو لپاره دا درد له ځان سره ولري، خو زه پوهېږم چې وخت دا ټپونه رغوي. د هغه کسانو روح د آرامه وي چې په نړۍ کې د تروریستي بریدونو ښکار شوي دي!

لیکونکې: هیله نجیب الله د سولې څېړونکې او مرسته کوونکې

دا لیکنه د مېرمن هیلې نجیب الله شخصي نظر دی او په طلوع نیوز پورې اړه نه لري.

د یوې افغانې په توګه، د پېښور په یوه ښوونځي کې د ماشومانو وحشیانه وژنه زما لپاره د بې ګناه وو افغا

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه