Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د چين په سینکیانګ کې پر مسلمانانو څه تېرېږي؟

مایاوانګ

اکن راته وویل: «لومړی، چیني ایالتي چارواکو له جوماتونو نه د هلال په لرې کولو سره پیل وکړ، بیا يې د هغه جومات امام او د هغه زوی چې اذان به يې کاوه، ورک کړل.» وروسته د سینکیانګ ولايتي چارواکو له مسلمانانو وغوښتل چې د چين ملي بیرغ پورته کولو اوونیزو مراسمو ته راټول شي، یوه ورځ وروسته پولیسو یوه بوډۍ مسلمانه سخته ټپي کړه او ګواښ يې ورته وکړ چې بیا پړونی پر سر نه کړي، پولیسو د قران شریف نسخې او جومات نور وسائل هم له ځانونو سره ضبط کړل. 

ډېره موده کېږي چې چيني چارواکو په دې ایالت کې د سوله‌خوښو مسلمانانو پر مذهبي دودونو کړۍ راتنګه کړې ده. د سینکیانګ ایالت پنځوس سلنه نفوس مسلمانان دي، په مسلمان مېشتو سیمو کې سړي نه‌شي کولی چې ږېرې پرېږدي یا هم مېرمنې لوی پړونی پر سر کړي، په دې ایالت کې حتی ماشومان دا حق نه لري چې په کورنو کې د خپل دین په اړه څه شی زده کړي، مسلمانان د حج مراسمو ته هم د سفرونو د سازمان له اجازې پرته د تګ حق نه لري. 

دا ډول چلند د چیني مسلمانانو پر وړاندې له ۲۰۱۶ز کال راهیسې مخ په ډېرېدو دی، د دوی لپاره دا نوې تجربه نه ده.  خو د چین دولت وايي غواړي له تروریستي ګواښونو سره مبارزه وکړي او هغه اسلامي عقاید چې له چیني فرهنګ سره سر نه خوري باید د خلکو له ذهنه وویستل شي، د چیني حکومت محدودیتونه ډېر متشدد دي، ځکه دوی په دې ایالت کې هر ډول اسلامي عمل منع کړی، د دې تر څنګ دوی د «حساسو» هېوادونو یو ۲۶ شمېره لرونکی لیست برابر کړی، چې افغانستان هم پکې دی، که د کومې کورنۍ غړی له دې هېوادونو په کوم  یو کې مېشت وي، کورنۍ يې باید وپلټل شي.  سره له دې په نړیواله سطحه د چین د هغو کړنو اړوند چې ډېرې متشددې بلل کېږي، کوم عملي اقدام نه دی شوی.  هغه ۲۶ هېوادونه چې چین يې حساس هېوادونه بولي هم په دې برخه کې کوم غبرګون نه ښيي، خو دې هېوادونو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغه سیاست په اړه چې مسلمان کډوال يې امریکا ته منع اعلانول، توند غبرګون وښود. 

په چین کې د بشري حقونو سرغړاوی په توند ډول او متشددو تکتیکونو له امله بې سابقې ده.  چيني دولت په سینکیانګ کې شاوخوا یو میلیون جاسوسان ګمارلي، چې د خلکو ان له کور د ننه جاسوسي وکړي. په دې ایالت کې حتی ګاونډی له ګاونډي جاسوسي کوي او دولت هم یو ډول ځانګړي کوډونه پر کورونو نښلولي، چې د دوی کړنې او تګ راتګ يې تر نظر لاندې وي.  چيني دولت حتی د خلکو بایومټریک کول، ډې ان اې کتل او د هغوی غږ ثبتول پیل کړي، چې پر ماشومانو د هغوی او کورنیو له خوښې پرته تطبیقېږي. دوی داسې پوښتنپاڼې هم جوړې کړې چې له مخې يې د خلکو ورځنۍ کړنې را ټولوي.  په دې پوښتنپاڼو کې بېلابېلې پوښتنې دي، مثلاً ایا سګریټ څکوئ؟ شراب څښئ؟ په کور کې ذخیره شوي خوراکي توکي لرئ؟ په کور کې ورزشي وسایل لرئ؟ دا ټول د چین د دولت له نظره افراطي کړنې بلل کېږي.

اکن زیاته کړه: «داسې کره شمېرې ښيي چې چې شاوخوا یو میلیون کسان د چیني دولت په سیاسي پنډغالو کې له قانوني جواز پرته ساتل کېږي او هلته ورته چیني دولت د کمونیستي ګوند په مرسته هره ورځ درس ورکوي، له دې روزن‌ځایونو د باندې خلک مجبورېږي چې باید په سیاسي جلسو کې هم برخه واخلي، خلک مجبوره دي چې له یوه کلي بل کلي ته د سفر په حال کې څو ځایه د پولیسو له لوري وپلټل شي او له پولیسو اجازه اخلي چې یو ځای ته سفر وکړي.»

په دې سیمو کې دولت پاسپورټونو ته لاسرسی هم  محدود کړی او خلک حق نه لري چې له هېواده د باندې د کورنۍ له کوم غړي سره اړیکي ولري او دا سیاست حتی پر ماشومانو هم تطبقېږي. په ځينو ځایونو کې چیني دولت ماشومان پسې ګرځي او نیسي يي؛ لیدل شوې چې په ځينو سیمو کې هغه ماشومان چې په سیاسي ځایونو کې اوسېدل دولتي یتیم خانو ته لېږل شوي او هلته دولت د خپلې خوښې زده کړې ورکوي. 

چین په افغانستان کې یو لوی پانګه اچوونکی هېواد دی، له افغانستانه يې غوښتي چې د واخان له لارې سینکیانګ ایالت ته د ایغوري مسلمانانو په ور اړولو کې مرسته وکړي، په داسې حال کې چې افغانستان هڅه کوي د یو کمر بند یوه لار، پروژه کې له چین سره اړیکي پراخې کړي، په عین وخت کې افغانستان باید پوی شي، چې دغه زورور ګاونډی يې د اقلیتونو پر ضد سیاست ترسره کوي، چې هغه یو اسلام‌ډارونکی او نژاد پرست سیاست بللی شو، چې له هغې لارې چین غواړي پر خپلو پولو او تر هغه ها خوا خپل تسلط ټینګ کړي. 

د افغانستان دولت باید د سینکیانګ د مسلمانانو د حقونو په ملاتړ کې له چین سره اړیکي برابرې کړي، دا دولت کولی شي چې دا موضوع د بشري حقونو د نړیوال سازمان په ناسته کې مطرح کړي.  د اسلامي هېوادونو د همکاریو په سازمان کې هم له نورو هېوادونو غوښتلی شي، چې لکه څنګه يې په میانمار کې د روهینګیايي مسلمانانو پر مظلومیت غبرګون وښود، د ایغور مسلمانانو پر وړاندې د چیني سیاست په اړه هم ورته غبرګون وښيي.  د افغانستان دولت باید د زور په وسیله ایغوري او ترکي مسلمانان چین ته تسلیم نه کړي. د دې کسانو هر ډول سپارنه د هغوی په ځور، شکنجه او زیان تمامېږي. 

په اوس وخت کې پر چین د نړیوالې ټولنې هیڅ فشار نشته، چې د سینکیانګ د مسلمانانو پر وړاندې له دښمنۍ ډک چلند پرېږدي.  که د افغانستان په څېر هېوادونه د مسلمانانو پر وړاندې د چین دولت د موجوده چلند پر ضد غږ پورته کړي، دا کار کولی شي چې په پکن کې پر دولت فشار اوړي چې د ایغور مسلمانانو پر وړاندې چلند بدل کړي. 

مایا وانګ، د بښنې د نړیوال سازمان د چیني برخې د بشري حقونو څېړونکې ده.
 
اکن راته وویل: «لومړی، چیني ایالتي چارواکو له جوماتونو نه د هلال په لرې کولو سره پیل وکړ، بیا يې د هغه جومات امام او د هغه زوی چې اذان به يې کاوه، ورک کړل.»

شریک یي کړئ